نړۍ

د مسلمانانو خلاف پوسټ؛ فيسبوک د اسرائيلو د لومړي وزير د زوی حساب بند کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د اسرائيلو د لومړي وزير د زوی فيسبوک پاڼه وروسته له هغه د فيسبوک د ادارې له لوري وتړل شوه چې هغه د مسلمانانو په خلاف پوسټ وکړ.

د اسرائيلو د لومړي وزير بين يامن نتن ياهو زوی بينجمن نتن ياهو تيره ورځ په خپله فيسبوک پاڼه د مسلمانانو په خلاف پوسټ وکړ چې د فيسبوک د ادارې له لوري يې حساب د ۲۴ ساعتونو له پاره بند شو.

بنجمن نتن ياهو په خپل فيسبوک ليکلي وو چې په منځني ختيځ کې امن هغه مهال راتللی شي، چې له دې سيمې نه ټول مسلمانان وشړل شي، چې د فيسبوک له لوري يې دغه پوسټ څو شيبي وروسته له فيسبوک څخه پاک (ډيليټ) شو.

نوموړي له هغې وروسته تيره ورځ (دسمبر په ۱۶مه) د خپاره کړي پوسټ سکرين شاټ خپور کړ چې له هغې وروسته د فيسبوک د ادارې له لوري د هغه حساب د ۲۴ ساعتونو له پاره بند کړی شو.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم بينجمن نتن ياهو په فيسبوک کې د مسلمانانو په خلاف ډير تبليغات او نيوکې کړي دي.

د فيسبوک ادارې په دې اړه نور څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا كار به يي د هغه لعين د لا مشهوره كيدو لپاره كري وي

غ.حضرت

که یو غیر یهود په عامو رسنیو کی ووائي چه مثلاً د مځکی په کُره کی هغه وخت ټولنیزه او اقتصادی او اخلاقی سلامتیا راځی چه یهود د مریخ کُرې ته تبعید شی نو هغه وخت به د لبرال دموکراسۍ مینان چیغی ووهی چه دا کس د یهودو او بشری حقوقو ضد دی خو عین خبره که د غیر یهود یا عرب یا مسلمان پر ضد وشی ( لکه چه کیږی او سوېده) نو لبرال دموکراسی اصلاً ځان نه په خبروی. په هره توګه، په منځنی ختیځ کی سوله هغه وخت راځی چي ښکیلی خواوی او د هغوی نړیوال ملاتړی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x