افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: د څار بنسټونه «خیالي نیوکې» کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون چې تازه يې د څو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې دي، د څار پر بنسټونو نیوکه کوي.

د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، دا بنسټونه يې لاسته راوړنې نه یادوي او یوازې «خیالي نیوکې» کوي.

هغه له ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل، دا مني چې ټاکنیزه پروسه کې ستونزې ډېرې وې، خو په وینا يې «لاسته راوړنې يې هم لرلې.»

سرچینه د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د مشر یوسف رشید له خولې وايي، چې د ښه کار هرکلی کوي، خو د قانوني خلاف کړنې نه شي ستایلی.

رشید ویلي، په استخدام کې جنجالونه، د پچه اچونې له فساد ډکه برخه، د څارنې په برخه کې معلومات نه شریکول، د کمیسیونونو تر منځ د نوماندانو د نوم‌لیکنې پر وخت ستونزې، د رسنیو کمېټې په ځنډ جوړول او ګڼې نورې داسې ستونزې دي چې ستاینه يې نه شې کېدلی.

تر دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون پخپله منلې وه، چې ټوله پروسه يې له ستونزو ډک او مدیریت يې ناکام و.

د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ د کابل د رایو پر سر له ناندرۍ وروسته د ټاکنو کمیسیون ټوله پړه د شکایتونو پر کمیسیون ور واچوله او د ټولې کمزورۍ ګوته يې ورته ونیوله.

پر ټاکنو کمیسیون د کمزورۍ تور په داسې حال کې پورې کېږي چې دوی د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش هم اعلام کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x