نظــر

د سولې تودې هڅې او د افغان حکومت سړه اراده

لیکنه: فاتح عبید

د افغان جګړې اوولس کلونه په پوره کېدو دي، یاد اوولس کلونه د افغانستان د تاریخ تر ټولو خونړي او وینه زبېښونکي کلونه وو، په دې وخت کې د افغانستان په کشاله کې ښکېلو ټولو هیوادونو خپل وروستی وس وکاراوه څو د اسیا په زړه کې پروت دا ووړ هیواد مسخر کړي، خو تاریخ یو ځل بیا تکرار شو او ۴۵ هیوادونه د امریکا په مشرۍ دلته مات شول، ددوې دې شکست ته موږ د ماتې نوم نه دی ورکړی، دا د امریکايي فوځي جنرالانو اعترافونه دي چې، په پرلپسې ډول په رسنیو خپرېږي دا د هغو خلګو د خپلو خولو اقرار دی چې په ۲۰۰۱ کې یې د طالب د نسل د ختمولو دعوه کوله، خو دوی اوس په خپله ماته اعتراف کوي او شپه او ورځ په دې بحث کوي چې څه ډول کولای شي له افغانستانه راووزي؟
امریکا ددې لپاره چې نور د افغانستان له کشالې ځان راوباسي او خپل فوځيان هیواد ته ستانه کړي، زلمي خلیلزاد ته له لوړو واکونو سره ماموریت ورکړ څو د افغان شخړې حل راوباسي او له طالبانو سره خبرې وکړې او له هرې لارې چې ممکنه وي طالبان راضي کړي، طالبان هم چې نور له اوولس کلن جنګ ستړي ښکاري د امریکا دا اقدام په نیک پال ونیو او له امریکايي استازي سره خبرو ته حاضر شول، څو ځله په قطر او نورو هیوادونو کې ناستې وشوې، که څه هم ددې ناستو جزیات رسنیز نشول خو امریکايي پلاوی خوښ ایسېده او داسې ترې ښکارېده، چې طالبان سولې ته ژمن دي او سوله ورسره شونې ده.
خو د افغان کشالې یو بل اړخ «افغان حکومت» لا هم د سولې په تړاو د سړې ارادې او مبهمې پالیسۍ درلودونکی دی، تر اوسه د حکومت دننه هیڅ داسې اقدام نه دی شوی څو ملت ته وښيي چې، ګواکي افغان حکومت هم سولې ته ژمن دی بلکې، په لوی لاس په دې وروستیو کې داسې کارونه ترسره شول چې د سولې په برخه کې بشپړ خنډ جوړېدلای شي مثلا : حکومت د «پګواش» په څېر ادارو چې د سولې لپاره هلې ځلې کوي بندیز ولګاوه او د ملي امنیت د پخواني رئیس په وینا حکومت «د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی څو ددې ادارې له لوري بلل کېدونکو کسانو ته ویزې ورنکړي» ، په دې سربېره د حکومت تر زنه لاندې د سوله ئیزو فعالانو ژوند له ګواښ سره مخ دي او په ځینو خو یې ان وژونکې حملې هم وشوې، حکومت په دې اړه ژوره چوپتیا اختیار کړه او بې تفاوته پاتې شو چې همدې چوپتیا یې ښکارېده چې حکومت هم په دې کار «خوښ» دی ، له دې سره سره په دې وروستیو کې د حکومتي ځواکونو په ملتیا امریکايي ځواکونه هره اونۍ سلګونه افغان ولسي وګړي وژني چې دا هر څه د سولې په برخه کې د افغان حکومت «کمزورې اراده» او سولې ته نه لومړیتوب په توګه کوي.
په دې هر څه سربېره یو بل ټکی چې سولې ته د افغان حکومت نه ژمنتیا راښيي دا دی چې افغان حکومت تر اوسه لا هم د سولې په تړاو مشخص ادرس نه لري، د سولې شوراء، د سولې مشورتي بورډ او د احزابو شوراء هر یو بېل ، بېل ځانونه د سولې مشخص ادرسونه بولي او له ځان پرته نور ادرسونه کمزوزې او غیرمستقل معرفي کوي.
کابو یوه میاشت وړاندې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو څو اړخیزه ناسته وشوه چې بیلابیلو هیوادونو پکې ګډون درلود، په لومړیو کې افغان حکومت د مسکو په ناسته کې ګډون رد کړ خو د سولې شوراء مشر وویل چې دوی به یو هیئت په دې ناسته کې ګډون لپاره ولېږي، د ملي وحدت حکومت د سولې شوراء په غبرګون کې وویل چې «د سولې شوراء یوازې یوه اداره ده ، نه زمونږ نمایندګي کولای شي او نه هم د سولې په اړه کوم تصمیم نیولای شي »
خو کله چې امریکايي پلاوی مسکو ته ورسېد افغان حکومت بیرته د سولې له همدې شوراء څو کسان انتخاب او د مسکو غونډې ته د ګډون لپاره ولېږل.
د حکومت او سولې شوراء له ناندریو داسې ښکارېده چې د سولې شوراء هیڅ واک نه لري او یوازې د سولې نوم ورپاتې دی، دا یوازې یوه وړاندوینه نه ده څو ورځې وړاندې د سولې شوراء مرستیالې «حبیبه سرابي» وویل چې، حکومت د سولې شوراء ته هیڅ واک نه دی ورکړی کنه دوی به ډېر څه کړې وای.
په دې توګه ویلای شو چې د افغان حکومت له لوري د سولې په تړاو لومړنی ادرس هیڅ واک نه لري
اوس تازه اشرف غني د سولې یو بل ادرس «مشورتي بورډ» معرفي کړی، اشرف غني دا بورډ خوارا په لویه سویه معرفي کړ خو تر معرفي کیدو څو ساعته وروسته تر نیوکو لاندې راغی، تر ټولو لومړی دسولې شوراء په دې اړه غبرګون وښود، دسولې شوراء مرستیالې «حبیبه سرابي» وویل : دا بورډ ورته د منلو نه دی ځکه نیمګړی دی، تر هغه وروسته د تلویزونونو په پردو ګڼو کارپوهانو دا بورډ نقد کړ، ددوی په اند په دې بورډ کې هیڅ داسې سیاسي شخصیت نه دی ځای شوی چې هغه دې بې طرفه و او د افغان سولې په برخه کې دې اغیزمن ثابت شي دوی افغان حکومت وننګاوه چې سوله ورته هیڅ لومړیتوب نه لري.
ډېرو سیاسیونو او هغو کسانو چې نومونه یې دسولې مشورتي بورډ د مهم معرفي کولوپه موخه ددې بورډ د غړو په حیث اخستل کېدل، دا بورډ رد کړ او ویې ویل چې له دوی سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې ځینو خو یې آن وویل چې دوی هیڅ خبر نه وو خو د رسنیو له لارې خبر شول چې نومونه یې د سولې په مشورتي بورډ کې اعلان شوي ، دې بورډ ته یو اعلان شوی نوم د حزب اسلامي د مشر حکمتیار وو، نوموړې نن ورځ په یوه رسنیزه ناسته کې دا بورډ رد کړ او ویې ویل چې «له نامه یې معلومېږی چې د سولې مشورتي بورډ به یوازې مشورې کوي او د پریکړو واک به نه لري» ده زیاته کړه حکومت که رښتیا سوله غواړي، صلاحیت لرونکی پلاوی دې د سولې د خبرو په تړاو وګماري
په دې توګه د ګډ حکومت د سولې دویم ادرس هم ناکاره درواخلی.
د سولې دریم ادرس د حکومت دننه ځینې احزاب دي چې له یوې خوا یې د حکومت مهم پوسټونه اشغال کړي او له بل لوري د حکومت پالیسي د سولې په برخه کې کمزوري معرفي کوي.
حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، روند سبز او …. نور هغه ګوندونه دي چې د حکومت په تشکیلاتو کې غوښنه برخه لري خو د حکومت د سولې ادرس دوی ته هم کمزوری مالومېږي او ځانونه د سولې مهم ادرسونه بولي ، دوی په ګډه د سولې لپاره نوې طرحه جوړه کړې او د طالبانو سره د سولې لپاره د نوي هیئت په ګمارلو لګیا دي.
کابو دوې اونۍ وړاندې، جمعیت اسلامي او نورو ګوندونو اعلان وکړ چې د سولې لپاره دوی بېله طرحه لري او ژر به له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره خپل استازی وګماري ، خو حکومت بیا له خپل منځه دا اعلان شوی ادرس نه مني.
په دې توګه د افغان سولې اړوند د حکومت له منځه دریم ادرس هم د ناندریو او کمزوریو ښکار دی .
تر دې وړاندې هم د سولې په تړاو د حکومت په مبهمه پالیسي او نه ژمنتیا توندې نیوکې شوې خو حکومت لا هم په دې برخه کې هیڅ ګام نه دی اخستی او بې تفاوته پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عبيد صيب حقيقت دى ليكلى خو يو بل حقحيقت ته هم پام وكه هغه داچي تر سو چي په أفغانستان كي يو غاصب عسكر هم شتون ولري د غلامو دولتيانو او بيواكه او بگيل جنگ سالارانو سره خبري نه داچي بى فايده دي د طالبانو حيثيت ته به هم دير تاوان ورسوي

لونګ

جمیل صیب: بیا دی فول وکړ. ته بیا ماته پوری سپوری وایی. پیامیر (ص) چی کله مکی ته را داخله شو هغه ټول معاف کړل او ټولو سره یی خبری وکړی او دعوت یی ورکړ. ته څه وایی اسلام د عفوی او بحشش دین دی. که ستا په خبره سړی قدم کیږدی بیا نو یو لس کاله نور دی هم د شمالی ټلوالی سره ډبه وی. په یاد دی ده څو کاله طالبانو حکومت درلود په کابل کی؟ په هغه وخت کی طالبانو و نشوکړای چی شمالی ټلواله ماته کړی، اوس خو به خا مخا ملګری لکه ایران، روس او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x