خبرونهنړۍ

د سوډان ولسمشر سوریې ته سفر کړی

د سوډان ولسمشر سوریې ته  سفر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د سوډان هیواد ولمشر «عمر البشیر» په یوه نا اعلان شوي سفر سوریې ته تللی او هلته یې د سوریې له ولسمشر «بشار الاسد» سره کتلي.

عمر البشیر لومړنی عرب ولسمشر دی چې په سوریه کې د بحران تر پیلېدو وروسته دې هیواد ته سفر کوي.

د راپورونو مطابق  نوموړي د یکشنبې په ورځ سوریې ته ولاړ او په همدې ورځ ناوخته بیرته  خپل هیواد ته راوګرځېد.

د سوریې رسنیو هغه انځورونه خپاره کړي چې پکې بشار الاسد د عمر البشیر هرکلي ته په هوايي ډګر کې ولاړ دی.

در سنیو په حواله عمر البشیر له بشار الاسد سره اوږده ناسته درلوده او د نړۍ په اوسنیو حالاتو په ځانګړې ډول د عربي نړۍ په اوسني حالت یې له هغه سره نظر تبادله کړې، دواړو ولسمشرانو په عربي نړۍ کې د شته بحرانونو د حل لپاره د عربي نړۍ متحد کېدل، د یو بل په کورنیو چارو کې لاس نه درلودل او یو بل ته متقابل احترام اړین بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x