
لوګر: د بې پيلوټه الوتکې برید کې شپږ قومي مشران وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په لوګر ولایت کې تيره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ددې ولايت شپږ تنه قومي مشران وژل شوي دي.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته وويل چې دا شپږ تنه قومي مشران د لوګر طالبانو ته د سیمې د يوې ستونزې د حل په موخه ورغلي وو چې د بيرته راستنېدو پرمهال یې موټر د څرخ په سرک د بې پيلوټه الوتکې د برید ښکار شو چې پکې سپاره ټول شپږ تنه ووژل شول.
په وژل شويو کې د د دواجان او محمداجان په نامه دوه ورونه هم وو او ددې ترڅنګ د حاجي جمال الدين، محمدالله، حاجي عبدالمبين او محمدالله په نامه قومي مشران وژل شوي دي.
بل لور ته د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي چې پيښه د سرک د غاړې ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ولسي وګړي خپلې حقوقي دعوې د طالبانو محکمو ته د حل له پاره وړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې بريد د ملکي خلکو په موټر شوی او ټول پکې ملکي خلک وژل شوي.
د يادونې وړ ده چې نژدې دوه میاشتې وړاندې هم د پکتيا ولايت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څو تنه مړه او ټپيان شوي وو.