افغانستان

د ميدان وردګ والي عسکرو ته د طالبانو په وړاندې د «جنګ نه کولو» امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ والي امنيتي ځواکونو ته امر کړی دی چې د طالبانو په وړاندې د جګړې په ځای له نرمۍ نه کار واخلي او ويلي يې دي چې له طالبانو سره هیڅ ډول مخالفت نه لري.

جنرال مظفر الدين يمين تیره ورځ د وردګ په مرکز سيداباد کې د وردګو پوهنتون د محصلینو لومړۍ فراغت غونډې ته په وينا کې وويل چې له طالبانو سره هيڅ ډول ستونزې نه لري او په خلاف یې د جګړې پلوي نه کوي.

جنرال مظفر الدين وويل چې طالبان د همدې ولس خلک دي او دی ورسره ځکه مخالفت نه کوي چې په وينا يې په یو دسترخوان ورسره رالوی شوی دی خو زیاته يې کړه چې بهرني خلک ورته سيمه کې د منلو وړ نه دي.

هغه له طالبانو څخه غوښتي چې په وردګ ولايت کې د بیا رغونې او ټولګټو پروژو په پلي کولو کې له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې (زما وروره! که سبا ستا حکومت راځي هم همدې سړک او روغتون ته اړتيا لرې که بل حکومت راځي هم دا اړتيا شته، نو زما او ستا تر منځ اصلا مخالفت نه شته او نه بايد د بل په اشاره خپله خاوره ويجاړه کړو.)

د وردګو والي دا خبرې د ورګو پوهنتون د لومړۍ دورې فارغينو د فراغت په اړه جوړه شوې غونډې ته په وينا کې وکړې.

د وردګ پوهنتون د کرنې له پوهنځي څخه په لومړي ځل ۶۳ تنو محصلينو د ليسانس تر کچې زده کړې وکړې او فارغ شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدرحیم

الله دی د مظفرالدین صاحب دغه کړه د تل پاتی سولی پیلامه وګرزوی،دسولی په نوم میلونونو پیسی مصرف شو خو نتیجه یی صفر ضرب صفر شوی تر څو چه ولس خود جوشه د سولی لپاره هڅی ونه کړی د بل څخه د سولی راوستلو طمعه هسی خیال دی ، هګی چه له بیرون تغیر ومومی نو دوام یی ختم شی(یعنی پخه شی او له منځه لاړه شی) او کله چه تغیر له داخل راغی نو بیا یی دبقاء دوران شروع شو(یعنی بچی تری پیدا شی او هغه بچی بیا نور بچی او تسلل یی شروع شی)زما کلک ایمان دی چه… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د محترم جنرال مظفر الدين يمين صاحب له دې څرګندونو څخه مننه، دا تصميم او امر يې د قدر وړ دی. هيله ده نور واليان او چارواکي هم له ده څخه تقليد وکړي او اسلامي امارت يې هم قدر وکړي. وايي: « دوه به سره جوړ سي ، د درېيم دي مختور سي». دغه امريکايي سرکوزان در ښيم.

جميل

دا به صبا او بل صبا ته معلومه شي چي رشتيتا وايي او كه هسي په نشه كي يي سه تر خولى وتلي ، ماته خو پدى غلام دولت كي هغه هم بيا د ولايت پر چوكى ناست غلامان رشتني نه شكاري

pattang

سړۍه کور دودان الله پاک د دراز عمر درکړي ! که ټول داسې فکر او عمل وکړۍ د اشغالګرو مخ به تور شي !

غوربندي

مظفرالدين صاحب ښه سړی دی، له طالبانو سره يې په لومړي سر کې تصادم يوه تصادفي او اسفناکه پېښه وه، چې د ده او طالبانو تر منځ يې واټن ايجاد کړ، البته ده د خپل خونديتوب لپاره د طالبانو د دښمنانو يانې جنايکارې ټلوالې غيږې ته ځان وغورځاوه، د وردګو د امنيت يانې ولس وژنې مسوول وټاکل شو،،، چې دا هيڅ هم ورته په درد ونه خوړل، دا څو کاله په کور کېناستل يې ډېر په خير وو، دا چې اوس يې يو ځل بيا د فاسد دولت ولايت ته زړه ښه کړی خدای ﷻ وکړي ګلبدين ته د چوپړ… نور لوستل »

مجاهد

مونږ هم د دغه والی وینا با ارزښته ګڼو په دی شرط چه د څو مخی له مخی نه وی لکه اشرف غنی چه د دوستم په رایو ریس شو مګر بیای له دندی هم په حقیقت کی وشړلو او چه بیا یی د رایو وخت دی بیای ځانته نزدی کړی . کیدی شی دا ښه مثال نه وی مګر ورته مثالونه شته، ځینی کسان د هغی کانه کوی چه وایی [ ناسته یم د تاسره ، زړه می په کندو کی دی قربان له بیرانه نه شم ] . که په خپله خبره کی صادق وی او دا خبری… نور لوستل »

غمی،پښتین

یوازی د وردګو ولی صاحب،د جنګ نه کولو پالیسی نه ده،دا نعری سوری خو دولت څو کاله وهی ،محترم اشرف غنی اوربند هم اعلان کړ،
جنګ خو طالیبان کوی.دولت همدا ڼن جنګ توقف کوی چه طالیبان وغواړی،جنګ کولو کریدت طالیبانو ته،

لونګ

نو او دی طالبان هم خپل صفونه پاک کړی او ټول پنجانیان، چچنیان، ازبکان او عرب دی له خپلو صفونو نه لری کړی. که څوک ماته بیا وایی چی داسی نده په طالبانو کی خارجی کسان نشته بیا نو ما مه مجبوره کوی. طالبان دی هم داسی یو اعلان وکړی چی خلک پوه شی چی ټول سوله غواړی. غیره له هغه به خلک وایی چی والله ظفرالدین له طالبانو نه ویریږی.

pattang

لونګه خوله دې ګنګه مه پریږده اشغالګر به څه کوي ؟؟ سوله دافغانانو په منځ کې اسلامي دولت دی او بل څه نه !! هغوی چې د پاکستان ، عربو او چیچینیانو غیره و غیره خبرې کوي فاسد دولت ورته دانه ورکوي !!

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x