متحده عرب اماراتو کې د افغان سولې مذاکرات او انديښنې

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

طالبان، امریکا، سعودي عربستان، عرب متحده امارات او پاکستان په متحده عرب اماراتو کې چې طالبان له امریکایانو سره مخامخ خبرې کوي، تمه ده چې دغه خبرې ښې پایلې ولري، زه ‏د یو افغان په صفت د وړاندیز تر حده وایم، دا چې نن ورځ غونډې کې د سعودي عربستان، د اماراتو او پاکستان استازو د ‏ګډون سره طالبانو توافق کړی، په داسي حال کې چې ستونزه د امریکا/ناټو ځواکونو د شتون پر سر ده. او د طالبانو او ‏امریکایانو ترمنځ ډیر ځله مخکې هم مخامخ خبرې شوې، نو ښه به وای چې د سعودي عربستان ، متحده عرب اماراتو او ‏پاکستان د استازو د ګډون پر ځای په غونډه کې د افغان حکومت د استازو له ګډون سره طالبانو توافق کړی وای.‏

زما په آند چې په ننۍ غونډه کې به بیا هم اساسي خبره دا وي چې پر طالبانو د بېلابېلو لارو فشار راوستل شي، تر څو د ‏افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته زمینه مساعده شي.‏

که طالبان کوم وخت د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو د فشار نتیجه کې له افغان حکومت سره خبرو ته ‏چمتووالي ښيې، نو ښه به وای چې له ننۍ غونډې وړاندي یې لیوالتیا ښودلي وای، او ویلي یې وای چې پرته د نورو هیوادونو ‏له فشاره، ښه ګڼو چې له افغان حکومت سره مخامخ دوه په دوه ناسته ولرو، غواړو چې د سولې برخه کې د هغوی پر واک ‏او صلاحیت باندي پوه شو. ‏

داچې امریکا تر ۵ ځله زیات له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي، او طالبان ځان ډیر قوي هم ښيې، که کوم وخت پرته د ‏نورو هیوادونو له فشاره، د خپلو شرایطو او پریکړې له مخې د افغان حکومت له استازو او افغان سیاسي ډلو له مشرانو سره ‏کیني، دا به یو د سولې اړوند پرمختګ وګڼل شي، او باالاخره یوه اړتیا هم ده.‏

هره هغه لوبه چې پاکستان پکې دخالت ولري، افغان ولس انديښنه لري چې نتیجه به یې ښه نه وی، موږ د مجاهدینو د ‏وخت ترخې او ناکامه تجربې مخکې لرو.‏

د مجاهدینو رهبرانو اګاهانه او یا د امریکا او روسانو د توافق له امله ونه شوای کولای چې له روسانو سره د جګړې د ختم ‏لپاره د افغان ولس ښه استازولي وکولای شي، د دوی پر ځای د افغان – روس جګړې اړوند په ژنیو کې پاکستان پریکړه ‏وکړه، چې د همهغه نا سمې پریکړې (۱۹۸۸ ز کال) له امله تر دې مهاله موږ (افغانان) په جګړه کې پاتې شوي یو.‏

که د افغان سولې اړوند طالبان د کوم بهرني هیواد تر فشار لاندي پریکړو ته مجبوره کیږي، او یا نا اګاهانه تیروتنه کوي، د ‏مجاهدینو په پخوانیو قدمونو خپل قدمونه ږدي، داسي یوه نه جبرانیدونکې سیاسي تیرونه به ورڅخه کيږي، چې کلونه ‏نور به هم افغان ولس په جګړو کې پاتې شي، او یا به د امریکا د پوځیانو شتون ته زمنیه برابره شي، چې بیا به هم د سیمې ‏هیوادونه زموږ په کورنیو چارو کې د امریکا دپوځیانو د شتون سره د مخالفت له امله مداخلې کوي، نا امني به وي، او د ‏نورو هیوادونو تر منځ د جګړې قربانیان به افغانان وي.‏

فکرکوم چې د ماسکو فورمټ غونډې امریکا وارخطا کړي، امریکا له بېلابېلو لارو پر پاکستان فشار راوړی، همدا ډول ‏امریکا له سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو څخه د مرستې غوښتنه کړي، په دغسي حساس پړاو کې د طالبانو ‏استازي نه باید د تیرو ۱۷ کلونو د افغان ولس قربانۍ، دربدرۍ، وژنې او بې ځایه کېدنې نا لیدلي ونیسي، او د امریکا د ‏فشار په نتیجه کې دوی هم د ځینو هیوادونو د فشار له کبله هغه تیروتنې تکرار کړي کوم چې د مجاهدینو رهبرانو وکړي.‏

د سولې اړوند د هرې هڅې قدرداني کوو، خو چې د امریکا- افغان جګړې اړوند مسئلې کې څومره هم نور د امریکا ملګري ‏هیوادونو ته په خبرو کې برخه ورکول کیږي، په هغه اندازه به د خبرو پله (تله) د امریکا په ګټه وي.‏

د اماراتو غونډې وښودله چې امریکا غواړي په ډیر مهارت سره د افغان سولې خبرو کې د ماسکو، چین ، منځنۍ اسیا، ‏ترکیې، قطر او ایران هڅې پيکه کړي. که څه هم د افغان سولې اړوند زموږ ګټې هیڅ هیواد په نظر کې نه نیسي، هغوی به ‏خپلې ګټې او امتیازات غواړي، ولي د پاکستان په وساطت په امارتو کې غونډه، په داسي حال کې چې وار له مخه د طالبانو ‏او امریکا تر منځ مخامخ خبرې پېل شوې، افغان ولس سره پوښتنه داده د ناستې ګټه به طالبانو ته که ورسره ناستو ‏هیوادونو ته ډیره وي.‏

ښکاري چې په اماراتو کې افغان سولې اړوند غونډې له امله به یوازي پاکستان او د هغوی متحدین (سعودي عربستان او ‏عرب متحده امارات) ګټه کوي، امریکا ته ښیې چې طالبان هڅوي چې له امریکا سره یوې معاملې ته چمتو شوي، خو ‏طالبان به پکې دا تاوان کوي چې ځینې هغه هیوادونه چې په سېمه کې د امریکا د پوځي شتون سره مخالفت لري، د امریکا ‏ګټې په سیمې کې ننګوي، هغوی به پر طالبانو شکمن کړي، او له طالبانو سره به بیرته فاصله ونیسي.‏

پرته له شکه چې ایران به په اماراتو کې د سعودي عربستان او اماراتو د استازو ګډون په انديښنه کې واچوي، همدا ډول ‏ترکیه. ‏

او ماسکو چې غوښتل یې د امریکا یکه تازي په سېمه کې ووننګوي، د ماسکو فورمټ غونډه یې جوړه کړي، د امریکا او ‏ملګرو ملتونو له فشار سره سره یې طالبانو ته په غونډه کې د ګډون زمینه مساعده کړه، هغوی به هم د امریکا نوي هڅې ‏ته د شک په سترګه ګوري.‏

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
موسی
میلمه
موسی

ښه مطمین صیب! نو ته وایې چې که د افغان حکومت استاځي پکښې ناست وای هرڅه به ټیک ټاک وای، دا اندیښنې چې تا یادي کړې ؛ نه به وای ، ټولو سوالونو ته به ځواب موندل سوی وای، ګاونډیان به ناراضه نه وای، طالبان به ګټندوی وای ، امریکایان به ناګټندوی ، طالبان به د نورو د فشارونو په پایله کې خبرو ته ناست نه بلل کیدای، پله به هم د امریکایانو نه بلکې د طالبانو به درنه وای ، طالبان به د مخکنیو مجاهدینو په برخلیک نه اخته کیدلای، او نورې ډېرې ګټې … آیا لیکنه همداسې وایې… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

مطمئن صيب داده واوسه تر سو چي يو غاصب عسكر هم په أفغانستان كي وي طالبان به له غلامانو سره خبري ونكري ، دوى بايد اول خپل استقلال ثابته كري بيا خبري ورسره وشي
توله هغه ليكونكي چي د امريكايى بيرغ لاندى په أفغانستان كي ژوند كوي په يو نه يو دول د هغو تر تأثير لاندى دي

د ماقل ودل پلوی
میلمه
د ماقل ودل پلوی

جميل صاحب د تبصرې لومړی پاراګراف دي تاييدوم، خو د «ټوله هغه ليكونكي چي د امريكايى بيرغ لاندى په أفغانستان كي ژوند كوي په يو نه يو ډول د هغو تر تأثير لاندى دي» په هکله درته وايم چي لږ کرار ځه ! ګوره د بې لاستي او بې بريکه خبرو اجازه نسته. مطمئن صاحب زما ملګری وو، خو بيا چي ستا په خبره د امريکايي بيرغ لاندي د ځينو اوسېدونکو، تسليم سوو طالبانو تر اغېز لاندي راغی ما هم ور سره ورغوله او دغه خبري يې هم ښايي د هغو تر تاثير لاندي او د هغو په سلاکړي وي.… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

محترمه؛
زه فكر نكوم چي كوم اازاد خيالى او ازاد فكره مسلمان افغان دى د دولت په ساحه كي تر امريكايى بيرغ لاندى ازاده، پر افغانيت او اسلام ولاره تبصره وكراى شي پدي چي هلته ددى اجازه نشته ، تكليف او بندى گرت ورسره ترلى دى
دا چي تاسو زان استثناء بولى هغه ستاسو غيرت او ايمان دى ، بريالى اوسى

غوربندي
میلمه
غوربندي

مطمين صاحب

ګوډاګيان خو د وولس په قتل عام لګيا دي، د داسې ناستو لپاره وخت نلري او نه يې اراده ورسره شته.

نه پوهېږم ستا عاطفه يې څنګه راپارولې ده،،، هغه د ليونئ مور کيسه …. ستاسو نه ده ؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور مطمن صاحب ، الله ج دی وکړی چه د کورنی، دوستانو او خپلوانو سره روغ او جوړ یاست ! لیکنی او مرکی مو کمی شوی ، علت به یی همدغه ستاسی دوه ځلی د ابراهیم ع په شان د نمرود اور ته لویدل وی، زه یی هم تر یوی کچی تاییدوم ، مونږ هم درته توصه کړی او کوو چه خپله خبرو کی باید د تیښتی لیار تل وساتی یعنی خپلی سپیڅلی اهداف په مستقیم نه په غیر مستقیم ډول وایه چه په تا یی څوک سند راونه باسی او د دریم ځل د پاره درته ستونزه پیښه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

بیانزی صیب افرین استاده سر فرازه اوسې حقیت دې په ادبي ډول ورته بیان کړی دی ، الله پاک د اجرونه درکړي !

د ماقل ودل پلوی
میلمه
د ماقل ودل پلوی

دغه تبصره مي تر پايه ونه لوستلای سول، خو هغه د پخوانيو د مساجدو د حجرو د طالبانو اوودې ملاطفې يې را په ياد کړې.

pattang
میلمه
pattang

مطمئن صیب ولې دې داسې لیکنه کړې ، خو ټول عبادت دې پرې خراب شه ! دا مضمون خو دې له نورو مخکې لیکنو څخه ډیر فرق لري ! د افغانستان د غلو دولت خو امریکا یانو د طالبانو پر ځای واکمن که ! هغه دولت چې طالبانو په خپلو وینو او زرګونو طالبانو په مرګ او جنازو له پاټکبازه غلو څخه ګټلی وو ، بیرته یې هغو غلو او قاطلانو ته ورکه !! نو طالب ولې له افغان دولت سره خبرې وکړي ، هغوی خپله ازادي له اشغالګرو غواړي او اخلي یې کله چې دا کار موفق شي بیا… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

داسي ښکاري چي د دبۍ په خبرو کي پاکستانيان هم ګډون لري. د عرب اماراتو، سعودي او پاکستان استازي ممکن دا خبري پر بله خوا بوزي، يا الله خير! درنو دوستانو د الله سبحانه لوی دربار ته په زاريو او د زړه له کومي خواستونه او دعاوي وکړئ چي په دغو خبرو او بيانورو نورو ټولو خبرو کي د طالبانو استازي ښه بريالي سي او دغه خبري له ګران او خواږه اسلامي هيواد څخه د اشغالکرو د پوځونو د هر څه ژر وتلو لامل سي. الهي ته په خپل فضل او کرم دغه مبارک طالبان په دې خبرو کي ښه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دنظرمحمدتردی لیکنونه لیکل بهتردی دسعودی ،عرب اماراتو .خلیل زاد اوټرمپ څه فرق سته دمصراسلامی حکومت اخوان المسلمین ته امریکادیوه کمونسټ السیسی په مرسته کودتاوکړه اخوان المسلمین یی داسی بی دریغه قتل کړل لکه اسټالن چه دروسیی دانقلاب مخالفین قتل کړل سعودی دری ملیارده ډالر ورکړل السیسی کمونسټ ته اماراتو ۳ملیارده ورکړل داخوان المسلمین پرقتل عام تنهاپه نامه څوک نه مسلمانیږی دمسلمان وروردملګرۍ دپاره جهادکوی طیب اردوان په هغه غونډه کی چه السیسی دمسلمانانو قاتل وی برخه نه اخلی ولی دطیب اردوا اشتراک ودی غونډته نه کیږی چه پیژندل سوۍ دمسلمانانوخیرخواه دۍ که طالبان له جهادستړی دی قرار دی پخلوکورو کی… نور لوستل »

انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

ښاغلی مطمئن صاحب! ډیره ښه او په زړه پوری لیکنه او شننه مو کړی، سره له دی چی ستاسی له اکثرو نظریاتو او بحثونو سره همغږی نه یم مګر له دی لیکنی سره مو سل سلنه موافق یم ، مثبت فکر مو کړی او په بین الافغانی مذاکراتو مو ټینګار کړی زه هم په دی اند یم چی ستونزه باید افغانان پخپله حل کړی نور دی یوازی او یوازی همکاری وکړی، هر هغه څوک چی بی غرضه اوصادقانه همکاری کوی موږ ورته هرکلی وایو که هرڅوک وی اوکه څوک خپل شخصی اهداف تعقیبوی موږ باید هوښیاو واوسو تر څو تیروتنه… نور لوستل »