د اماراتو په ناسته کې د افغان حکومت استازیتوب نشته

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د متحده عرب اماراتو په غونډه کې یوه ګډونوال نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه غونډه کې د افغان حکومت هیڅ استازیتوب نشته او نه هم داسي اراده شته چې هغوی دې حضور ولري او یا دي په دغه اړه څه په ایجنډا کې شامل وي.

نوموړي دغه خبرې په داسي وخت کې نن ټکی اسیا ته وکړې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوه وضاحت په خپرولو سره څرګنده کړه چې د طالبانو استازي د «کابل ادارې» له کسانو سره د لیدو کتو هیڅ پلان نه لري او نه به ورسره وګوري.

نوموړی ټینګار کړی چې هلته دوی یوازي د امریکایانو او ځینو نورو هیوادونو د استازو سره ګوري.

باید وویل شي چې تېره ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه ابهام لیري کړ چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خبرو وروسته را پورته شوی وو. نوموړي ویلي وه چې د پاکستان په ملاتړ د امریکایانو او طالبانو ناسته کیږي او ځینو رسنیو ویلي وه چې دغه ناسته به په اسلام اباد کي وي.

خو د طالبانو ویاند مجاهد وویل چې په متحده عرب اماراتو کې د امریکایانو سره ددوی د سیاسي دفتر غړو «بله» ناسته د سعودي، پاکستان او اماراتو په ګډون کیږي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خاص استازي زلمی خلیلزاد سره د سیاسي دفتر غړو په ښکاره ډول د قطر هیواد په دوحه کې لیدلي دي او دا یې دریمه ناسته ده چې د سیاسي دفتر او ځینو نورو طالب مشرانو په ګډون سره په اماراتو کې تر سره کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

کی د کابل حکومت یا د قومی مشرانو څوک پکی وای څه به د طالبانو څخه کم شوی وای؟ اسلام د عفوی او بخشش دین سر تمبګی د موفقیت لار نده. جاهلانه خصلت باید له ځانه لری کړو. والسلام