کابل: د پاکستان سفارت ټول امنيتي پرسونل له دندو لرې کړل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): کابل کې د پاکستان د سفارت اړوند ټول امنيتي پرسونل د ويزې په چارو کې د فساد او رشوت له امله له دندو لرې کړل شول.

کورنيو چارو وزرات امنيتي معين اختر محمد ابراهيمي د پاکستان سفارت کې د ويزو اخيستلو په برخه کې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه ناسته کې وويل چې سر له نن نه د سفارت ټول امنيتي سرتيري له دندو لرې کړل شول او په ځای به يې نور نوي سرتيري په دې برخه کې وګمارل شي.

هغه وويل چې د پاکستان په سفارت کې د ويزې اخيستلو پر مهال پوليس په بيلابيلو نومونو پيسې اخلي او عامو افغانانو ته په دې برخه کې ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي چې دا چاره ورته نوره د منلو وړ نه ده.

هغه امنيتي او استخباراتي مامورينو ته وويل چې د پاکستان سفارت شاوخوا کميشن کاران ونیسي او د قانونو منګولو ته يې وسپاري.

د يادونې وړ ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت او ننګرهار کې ددې هيواد کونسلګرۍ کې د افغانانو له پاره د ويزو اخیستل په يوه لويه ستونزه بدل شوي دي چې ډيری افغانان، ښځې، سپينږي او ناروغان په ډيره سختۍ د پاکستان هيواد ويزه ترلاسه کوي.

تيره ورځ د ننګرهار والي حيات الله حيات هم وويل چې په راتلونکې يوه مياشت کې به په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ سره د ويزو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدابراهیم
میلمه
محمدابراهیم

د ننګرهار والی صاحب نه خو د ویزو په برخه کی کار خراب شوی دی. د نوی تصمیم لپاره باید دقیقه مشوره وکړی او داسی یو پروګرام جوړشی چی د پاکستان د ویزو د اخیستلو کی نور خلک چی اکثره یی مریضان بیا هم سپین سری، سپین ږیری او ماشومان نور له حده زیات و نه کړیږی. تصمیم په جدیدت او ځان ته صرف د نوم لپاره د کریدت په اخیستلو مثبتی پیلۍ نه ورکوی، باید مشوره وشی او د مجربو شخصیتونو د تجربی نه استفاده وشی، نو بیا هر تصمیم چی ونیول شی پیلۍ به یی مثبتی او سهولت… نور لوستل »