لیکوال او شنونکی عبدالرحیم ثاقب

د مذاکراتي بهیر د موثریت لپاره طالبان باید څه وکړي؟! «لومړۍ برخه»

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

تر جګړو، او خونړیو شخړو وروسته له مقابل لوري سره د خبرو میزته کیناستل او د خبرو په ترڅ کې تري خپل حق ترلاسه کول د جګړې یو بل پړاو دی.

دغه پړاو په غموض او پیچلتیا کې تر پوځې پړاو ډیر پیچلی او سخت دی.

په دې پړاو کې هماغه ډول ژمنو، سرښندونکو او تکتیکي جنګیالو ته ضرورت دی لکه د پوځې جګړې د سنګرونو سرښندونکو او تکتیکي جنګیالو ته چې اړتیا وه.

د سیاسي او پوځي جګړې ترمنځ دومره توپیر دی چې کوم اشتباهات او نیمګړتیاوې چې په پوځي ډګر کې له وسله والو جنګیالو څخه ترسره کیږي د هغو جبیره د مذاکراتو د میز پر سر د قلموالو جنګیالو په ځیرکتیا او مهارت سره کیدای شي ، خو که سیاسي جنګیالي د سیاسي جګړې پر مهال د کومې اشتباه مرتکب شي د هغې تلافي او جبیره بیا په پوځي جګړه کې ناشونې ده.

لهذا د تفاوضي او مذاکراتي ښوونو له مخې سیاسي جګړه په پیچلتیا او تعقید کې تر پوځې هغې ډیره خطرناکه ، ستونزمنه او له ښویدنو ډکه ده.

طالبان د دې خطر ناکې جګړې د ګټلو لپاره څه باید وکړي؟

مشخصا طالبان باید له امریکایانو سره د روان مذاکراتي بهیر د موثریت او پرمختګ لپاره دری کاره وکړي:

لومړی: د مذاکراتي بهیر د پرمخ وړلو لپاره د باصلاحیته ټیم ګمارل.

دوهم : مذاکره کوونکی لوری محدودول.

دریم : د مذاکراتو لپاره د وخت ،ځای او موضوع ټاکلو واک له ځان سره ساتل.

پورتني دری واړه ټکي د خپل اهمیت له مخې ډیر تفصیل ته ضرورت لري خو کوښښ به وکړو چې په مختصر ډول ورباندې بحث وشي.

د مذاکراتو لپاره د موثر او باصلاحیته ټیم ټاکنه په مذاکراتي پروسه کې تر ټولو مهم اصل ګڼل کیږي، ځکه د ټیم مقتدر والی او صلاحیت هغوي ته له جانب مقابل سره د موضوعاتو په اړه د نظر ورکولو او د پریکړو په اړه د هوکړې واک ورکولای شي.

همدا راز جانب مقابل (امریکایانوته) ته د دې چانس په لاس ورکوي چې له دې باصلاحیته ټیم سره
خپلې ټولې غوښتنې په ډاډه زړه مطرح کړي.

باصلاحیته ټیم د جعلي مذاکره چیانو او جعلي مذاکراتو شونتیا له منځه وړي او مذاکرات له یوه چینله د یوې پریکړې په صادرولو سره منتج پایته رسولای شي.

دوهم : مذاکره کوونکي لوري باید محدود وي.

د جانب مقابل لوري مذاکره کوونکی ټیم باید مشخص او محدود وي.

ځکه دم ګړۍ طالبان یواځې له امریکایانو سره دهغوي د ځواکونو د پرشاتګ لپاره د تقسیم الاوقات ټاکلو ته اړتیا لري چې په دې سره خبره یواځې د امریکايي استازي په شتون پوري مربوطه کیږي ، دا ضرورت نشته چې په اوسني مذاکراتي بهیر کې دي د افغانستان ګاونډیان او یا نور سیمه ییز هیوادونوهم ګډون ولري.

په روان مذاکراتي بهیر کې د امریکایانو ترڅنګ د پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو ګډون د هغه د
ځنډولو ترڅنګ په ځینو حالاتو کې جانبي عوارض هم لري.

جانبي عوارض یې دا دې چې د افغانستان په لانجه کې د ګاونډیانو او یاهم سیمه ييزو هیوادونو ترمنځ همدا اوس سیاسي او استخباراتي سیالي روانه ده، مثلا هند او پاکستان د افغانستان د لانجې په اړه متضاد موقفونه لري ، همداشان ایران او سعودي عربستان ، او یاهم امارات او نور ګاونډیان او منطقوي هیوادونه.

که په اوسنیو مذاکراتو کې له سیالو هیوادونو څخه هریوه ته له امریکایانو سره په مذاکراتو کې ګډون ورکول کیږي هغه بل جانب به د دغو مذاکراتو پریکړه د ځان په زیان بولي او د هغې د ناکاره کولو هڅه به کوي چې دا په لوی لاس سیالو ګاونډیانو ته په افغاانستان کې د مداخلې ورکولو فرصت په لاس ورکول دي.

یاد ګاونډي هیوادونه چې د امریکایانو په دستور په دې مذاکراتو کې سهیم کیږي حتما به د غونډې د پریکړې په مهال د امریکایانو په پلوي خپل نظر کاروي چې دا هم د طالبانو لپاره په مذاکراتي ساحه کې د امریکايي جهت د ځواکمن کیدو لامل کیږي چې مذاکراتي تعارف ته په کتو سره باید داسې ونه شي.

مونږ ته سوریه ، یمن او عراق ژوندۍ بیلګې په مخکي پرتې دې چې د همدې منطقوي رقابت د مصالحو قرباني او لانجه یې ورځ تر بلې سختیږي.

په سوریه کې د روس او امریکا ترڅنګ د سعودي او ایران مداخلې او همدا راز په یمن کې د ایران ، سعودي او اماراتو لاس وهنې دغه هیوادونه د اور په تناره بدل کړي او د لانجې ستونزمن والی یې ورځ تر بلې زیاتیږي.

طالبان باید حتی الوسع کوښښ وکړي چې له امریکایانو سره په مذاکراتي بهیر کې دم ګړۍ له امریکایانو پرته بل هیچا ته د هغوی ترڅنګ د مشارکت او نظارت چانس ورنه کړي.

که نن د اماراتو په غونډه کې پاکستان ، سعودي او امارات سهیم کیږي، سبا به حتما د دغو هیوادونو ترڅنګ ایران، چین، او روسیه هم د ګډون مقتضي او هغوی ته به هم ګډون ورکول کیږي چې په دې سره به افغانستان د دوهم یمن او سوريي په څیر د نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو په میدان بدلیږي او لانجه به یې نوره هم تر بد بتره کیږي.

لهذا د دغو ټولو عوارضو مخنیوی د مذاکراتي جهت په محدودیت سره کیږي چې هغه باید د طالبانو په کلکه غوښتنه یواځې تر امریکایانو پوري محدود شي.

نوربيا……

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

محترم ثاقب صاحب السلام عليکم ستاسو درې واړه ټکي د اهميت وړ دي البته لاندې پوښتنې په پام کې نيول پکار دي: ايا زلمی خليلزاد د امريکا په استازولی د څومره صلاحيت درلودونکی دی؟ زما له نظره صفر، البته کومې ژمنې چې کوي هغه به د ده تر شا يوه باصلاحيته مقتدره واحده مرجع وي چې ده ته وخت په وخت د تصاميمو او ژمنو سپارښتنه کوي. دلته يو ټکی بل هم د پام وړ دی چې صلاحيت او اهليت سره ګډ نه کړو. د مرکچيانو د ټيم غړي نبايد د اهليت په لحاظ خپلې نيمګړتياوې يا ضعف د صلاحيت… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه فکر: طالبان باید خپلی نیولی صاحی ترهغوتخلیه نکری چه خارجیان په تمامه معنی وتلی نوی اوصلحی ته دی محدود وخت وټاکی چه اوربند تریوه میاشت زیات نوی ترکیه ،ایران،روسیه اوپاکستان بایدضامن وی دپاکستان پخوانی حکومتونه دامریکا اوانګلیس غلامان ووخوعمران خان ماته داسی نه معلومیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جميل
میلمه
جميل

زما په اند امكان دى ولري چي پدى ابتدايي خبرو كي چي تر مزاكراتو مخكي روانى دي نور هيوادونه هم اشتراك ولري چي دا د افغانستان او طالبانو په گته دى نه په تاوان، طالبان به هغه مرداري چي ددوى په سرو كي دي يو سه ورپاك كري ، خو دا چي په اصلي مزاكراتو كي به دوى وي او يا نوي تر اوسه نده معلومه بل داچي دا مزاكرات د سوريي، عراق، يمن او نورو هيوادو غوندي د دولت په جوريدو او ويشلو باندي نه متمركز كيژي چي هر يو خپل جاسوس پكي زاى كري زما په اند طالبان… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

زه به هم خپل نظر د خپل کم علم او فکر نه ولاندی کړل کی خپریږی او که نه. د ثاقب صیب د خبرو په تاید ما شالله، افغانان نباید خپل صلاحیت د نورو د مشوری ښکار کړی. زه دومره اضافه کوم غواړم چی که چیری تاریخ ته وګورو افغانانو همیشه میدان ګټلی خو بیا د میز پر سر یی توره نده کړی. که د جنیوا مذاکرات وه، که د ډیورنډ معاهده وه او که د کندمک معاهده. اوس خو مو تجربه تر لاسه کړی او له نورو نه مو عبرت هم اخستی، الله دی وکړی چی دا ځلی افغانان… نور لوستل »