ورکې سولې!

عزيز الله حسيني

مات شوي سر باندې مهال جوړوم،
ځانته پټکى اوتاته شال جوړوم،

سوله که راغله او له جنګه خلاص شو،
يوښه غزل دې په جمال جوړوم،

يوه خولۍ، يوه لونګۍ، دې په ما،
يو ښه خامک درته دسمال جوړوم،

ورباندې نوم دورکې سولې ږدمه،
په سپېنه زنه باندې خال جوړوم،

رقيب کافر مې له وطنه شړم،
له ګاونډي سره ديوال جوړوم،

حسيني څه به دخوښۍ شيبې وي،
چې مې په زلفو کې شمال جوړوم.
ـــــــــــــ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د