
مجاهد: نن بيا هم په متحده اماراتو کې د مذاکراتو لړۍ دوام لري
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په متحده عربي امارتو کې د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان او امريکايي استازي ترمنځ به نن په دوهمه ورځ هم خبرې د مذاکراتو لړۍ دوام لري.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې تيره ورځ د طالبانو سياسي استازو د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره تفصیلي لیده کاته او غونډې تر سره کړې او په افغانستان کې يې د روانو جګړو او امريکايي بريدونو او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اتري کړې دي.
مجاهد ويلي چې تيره ورځ د سعودي عربستان، متحده عربي امارت او پاکستان له چارواکو سره د طالب استازو له ليدو کتو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد سره هم ابتدايي خبرې اترې وشوې او زياته کړې يې ده چې نن به هم په دې اړه د مذاکراتو مجلسونه دوام ولري.
داسي ښکاري چي د دبۍ په خبرو کي پاکستانيان هم ګډون لري. د عرب اماراتو، سعودي او پاکستان استازي ممکن دا خبري پر بله خوا بوزي، يا الله خير! درنو دوستانو د الله سبحانه لوی دربار ته په زاريو او د زړه له کومي خواستونه او دعاوي وکړئ چي په دغو خبرو او بيانورو نورو ټولو خبرو کي د طالبانو استازي ښه بريالي سي او دغه خبري له ګران او خواږه اسلامي هيواد څخه د اشغالکرو د پوځونو د هر څه ژر وتلو لامل سي. الهي ته په خپل فضل او کرم دغه مبارک طالبان په دې خبرو کي ښه… نور لوستل »
داسی نده نورپشاردی دپاته کیدو