ارګ: دولتي پلاوی طالبانو سره د کتلو له پاره دوبۍ ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان حکومت وايي چې د عبدالسلام رحيمي په مشرۍ د حکومت يو پلاوی له طالبانو سره د کتلو له پاره د متحده عربي امارتو پلازمينې ابو ظبۍ ته ورسېد.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د عبدالسلام رحيمي په مشرۍ د حکومت دا پلاوی به له طالب استازو سره له نږدې وګوري او په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ ناستې له پاره د زمينې برابرولو خبره وکړي.

خبر پاڼه زياتوي چې د حکومتي پلاوي مشرعبدالسلام رحيمي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي او له دې وروسته به د سعودي عربستان او متحده عربي امارتو له استازو سره هم وګوري.

تيره ورځ هم په ارګ کې د سولې مشورتي بورډ لومړنۍ غونډه وشوه او په کې له طالبانو سره د مخامخ کيناستو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم حکومت له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو او مخامخ خبرو کولو يادونه کړې ده خو طالبان وايي چې له حکومت سره ځکه مذاکرات نه کوي چې دوی خپلواک نه دي او د مذاکراتو د کولو صلاحيت نه لري.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د قضيې د حل په موخه غونډه تيره ورځ جوړه شوې ده چې په کې د طالبانو، متحده عربي امارتو، سعودي عربستان او امريکا استازو ګډون کړی دی چې دا غونډه به نن په دوهمه ورځ هم دوام لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

هلته به يو سو امارتي چپراسيانو سره وگوري دوى نه يوازي دا چي دير احمق دي خو دير سپين سترگي او بي حيا هم دي، طالبانو په كراتو ويلي چي د بيواكه غلامانو سره كتل د وخت ضياع ده خو دا بي همته بيا هم همدا سرنا وهي امريكايانو له طالبانو هيله كريوه چي زما غلامان هم پريژدى چي په مزاكراتو كي گدون وكري، طالبانو و نه منله بيا يي له طالبانو و غوشتل چي دوى منحيث د ناظر ومنى په يو كونج كي به ناست وي او د خبرو حق به نلري، طالبانو داهم ونه منل ،نو داسي شكاري… نور لوستل »