دیني، سیرت او تاریخ

له والدینو سره احسان کول الهي امر دی

لیکنه او راټولونه: حمزه حسیني

وَقَضٰی رَبُّکَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوْا اِلَّا اِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا. الآیه

ژباړه: او فیصله کړې ده رب ﷻ ستا چې تاسې به بندګي نه کوئ مګر خاص د خپل رب ﷻ او (ددې فیصله یې هم کړې ده چې) خپلو والدینو سره احسان کوئ.

په صحیحینو (بخاري او مسلم) کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت دی هغه وایي: چې ما له نبي کریم ﷺ څخه وپوښتل: کوم عمل الله ﷻ ته ډېر خوښ دی؟

نبي کریم ﷺ وویل: لمونځ چې په خپل وخت باندې اداء شي.

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي: ما بیا ترېنه وپوښتل: له دې وروسته بل کوم یو عمل دی چې الله ﷻ ته ډېر خوښ وي؟

نبی کریم ﷺ وویل: له مور او پلار سره ښایسته رویه کول او له دې نه وروسته الله ﷻ ته له ټولو عملونو څخه دده په لاره کې جهاد کول غوره دي.

همداراز بل حدیث کې راغلي: ابو امامه رضي الله عنه وایي: یو کس له نبی کریم ﷺ څخه وپوښتل: ای د الله رسوله! ﷺ د مور او پلار په اولاد باندې څه حق دی؟

نبي کریم ﷺ ورته وویل: مور او پلار ستا له پاره جنت هم دی او ستا له پاره دوزخ هم دی. (ابن ماجه)
یعني: له دوی سره ښه رویه کول مو د جنت مستحق جوړوي او ددوی حق تلپي مو جهنم ته بوځي.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضور اکرم ﷺ ارشاد وفرمایه: چې تاسې د نورو خلکو له ښځو پرهېز وکړئ چې تاسې پاک لمني پاتې شئ؛ په دې سره به ستاسې ښځې پاک لمنې وي او له خپلو والدینو سره ښه اخلاق کوئ؛ په دې سره به ستاسې اولاد ستاسې قدر کوي او که کوم مسلمان ورور د عذرخواهي له پاره درته راشي؛ نو دهغه عذر ومنئ برابره خبره ده که په حق وي او یا نه، که مو داسې ونه کړل (معذرت مو ونه مانه)؛ نو زما حوض کوثر ته دې نه راځي. (مستدرک للحاکم:۴/۱۵۴)

له مور پلار سره د بدچلند یوه کیسه په کتابونو کې راغلې ده: وای یو کس خپل سپین ږیری پلار په یو څه شي کې بند او وتاړه، په کوهي (څاه) کې د اچولو په موخه یې وېووړ، چې کله یې د کوهي په غاړه کېښود او غوښتل یې چې کوهي ته یې ور واچوي؛ پلار یې ورته وویل: زویه! په دې کوهي کې مې مه اچوه بل کوهي کې مې واچوه؛ ځکه چې په دې کې ما خپل پلار اچولی و.

زوی یې چې دا واورېدل؛ نو هوش کې راغی، پلار یې چې په څه کې اچولی او تړلی و، خلاص یې کړ او په ډېر ادب او احترام یې کور ته رواست.

زوی یې وپوهېده که زه مې خپل پلار نن کوهي کې واچوم یو وخت به ما هم خپل زامن په کوهي کې اچوي نو له خپلې کړنې لاس په سر شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام. انتباهی او اخلاقی لیکنه ده.مننه په لیکنه کی د افسانې په هکله: دا زوی او پلار او احتمالاً لمسی درې واړه ژنتیکی بړوه ګان وه.زوی تر دواړو احمق ؤ چه د پلار په خوله ئې وکړه او کنده ئې بدله کړه،چه درې واړه په همهغه یوه سماوار ( کنده) کی وای نو سات به ئې سره تېر وای، ښه خیر، هر څوک پخپل کار ښه پوهېږی. بله دا چي د ( یأمرو) لفظ اصلاً د وجوب حیثیت لری بناً د والدین سره احسان لمونځ غوندی یو واجب امر دی او سرغړونه ئې لوی معصیت ګڼل کیږی، شاید د لمونځ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x