
د توبې فضايل او ديني او دنيوي ګټي
عبدالمالک همت
هر هغه عبادت چي لوى څښتن جل جلاله يې خپلو بنده ګانو ته د تر سره کولو امر کړى دى، هرومرو فضيلتونه، بېلي بېلي ګټي، اسرار او ښېګڼي لري. په دې کي شک نسته چي توبه افضل د عباداتو ده، بلکي د حنبلي مذهب يو ستر امام ابن رجب رحمة الله عليه وايي چي:” توبه د ټول عمر وظيفه ده“.
موږ به هڅه وکړو چي د توبې له بېخي ډېرو فضايلو، اسرارو، ديني او دنيوي ګټو څخه يو څه بيان کړو:
د توبي له سترو فضايلو څخه د توبه ايستونکي سره د الله جل جلاله مينه او محبت دى، لوى څښتن جل جلاله په قرآن کريم کي د توبې يادونه تقريباً اتيا ځايه په بېلو بېلو لارو کړې ده. لکه چي کله الله تعالى خپل بنده ګان توبې ته هڅوي، کله هم د توبې ارزښت او درنښت بيانوي، کله هم د توبه کوونکو تعريف کوي، لکه چي فرمايي:
﴿ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (222) ﴾[البقرة : ٢٢٢ ] ژباړه: بې شکه چي الله خپل هغه بنده ګان خوښوي چي بيا بيا رجوع ورته کوي(يعني له ګنهونو څخه توبه کاږي او د بخښني غوښتنه ځني کوي)، او هغه کسان خوښوي چي پاک خواپاکي اوسي(له فواحشو او ککړتياوو څخه ليري ګرځي) .
په دې توګه د توبې عبوديت لوى څښتن ته تر ټولو غوره او خوښ عبوديت دى. ابن قيم رحمة الله عليه فرمايي که لوى څښتن ته توبه تر ډېرو شيانو غوره او خوښه نه واى نو به يې خپل بنده ګان په ګنهونو نه اخته کولاى ، دا د توبې او توبه کوونکي سره د الله جل جلاله ځانګړې مينه ده، چي هغه په ګناه اخته کوي، بيا يې د توبي کښلو ته هڅوي او بيا فرمايي چي زه توبه کښونکي او خواپاکي خلک خوښوم.
٢. دغه راز د توبې له فضايلو څخه په هغې باندي د لوى څښتن خوشالي ده. په دې هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې متواتر حديث ته پام وکړئ:
« لَلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ حِينَ يَتُوبُ إِلَيْهِ مِنْ أَحَدِكُمْ كَانَ عَلَى رَاحِلَتِهِ بِأَرْضِ فَلاَةٍ فَانْفَلَتَتْ مِنْهُ وَعَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ فَأَيِسَ مِنْهَا فَأَتَى شَجَرَةً فَاضْطَجَعَ فِى ظِلِّهَا قَدْ أَيِسَ مِنْ رَاحِلَتِهِ فَبَيْنَا هُوَ كَذَلِكَ إِذَا هُوَ بِهَا قَائِمَةً عِنْدَهُ فَأَخَذَ بِخِطَامِهَا ثُمَّ قَالَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ اللَّهُمَّ أَنْتَ عَبْدِى وَأَنَا رَبُّكَ. أَخْطَأَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ » (صحيح مسلم، کتاب التوبة، باب في الحض على التوبة والفرح بها[٦٨٥٤/ ٢٧٤٧] حديث).
ژباړه: کله چي بنده توبه وکاږي او خداى تعالى ته رجوع وکړي، نو الله تعالى د هغه په توبه دومره زيات خوشاله کيږي، لکه له تاسي څخه چي يو څوک په بټي بيابان کي پر خپله اوښه سپور وي او خواړه او اوبه يې پر بار کړي وي او بيا دغه اوښه د دغو خوړو او اوبو سره يو ځاى ځني ورکه سي. او هغه يې له بېرته پيدا کېدو څخه نهيلى سي او د يوې وني تر سيورېي لاندي اړخ ولګوي. په دغه حال کي ناببره وويني چي اوښه يې ورته ودريږي. تر مهار يې ونيسي. بيا يې له ډېري خوشالۍ څخه خوله خطاوزي او ووايي: پروردګاره ! ته زما بنده يې او زه ستا رب!!
البته هر مسلمان هيله لري او غواړي چي لوى څښتن محبت ورسره ولري او په توبه يې خوشاله سي.
ابن القيم پر پورتني حديث باندي د څرګندونو په ترڅ کي وايي: د لوى څښتن دغسي خوشالي له توبې پرته د بل هيڅ عبادت په هکله نه ده بيان سوې. څرګنده ده چي دغه خوښي د توبه کوونکي پر حال احوالو او زړه باندي ستر اغېز ښندي او له دغي خوښۍ تر دې زيات او بل ډول تعبير نه سي کېداى. په دې ډول ګنهکار بنده په توبه سره د لوى څښتن د محبوب درجې ته رسيږي او د خداى حبيب او دوست باله سي.
٣. د توبې بله ښېګڼه د دواړو نړيو سعادت او نېکمرغي ده. لوى څښتن فرمايي:
﴿ وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ﴾[هود:٣] ژباړه: او (دغه قرآن کريم لارښوونه کوي) چي: له خپل پالونکي څخه د خپلو ګنهونو بخښنه وغواړئ، بیا هغه ته (پر ګنهونو باندي په پښېماني څرګندولو سره) وروګرځئ، هغه به تاسي ته تر یوه ټاکلي وخت پوري (له ژوندانه څخه د مړيني تر ګړيه) د ښه خوند اخیستلو موکه درکړي او هر هغه چاته به چي ډېر زيات طاعتونه او عملونه یې ترسره کړي وي له خپله لوري د هغه د زياتو طاعتونو او عملونو بدله (په بشپړه توګه، بې له کمښته) ورکړي. مفسرينو کرامو فرمايلي دي چي په پورتني آيت کي د استغفار او توبې حکم سوى دى او پکښي فرمايلي يې دي چي توبه او استغفار کوونکي الله تعالى په دنيا کي د ښه ژوند خاوندان کوي، پراخ رزق او غوره او سپېڅلى ژوند ورپه برخه کوي.
٤. د توبې بل فضيلت د خير ښېګڼي، برکتونو، ظاهري او باطني عافيت او د زړونو د ډاډ، د نېکمرغۍ، هوسايۍ، سوکالۍ او ښې روغتيا رامنځ ته کېده، د پر وخت اوښو او ګټورو اورښتونو اورېده، د آفتونو او ډول ډول توپانونو لږېده ، پر دښمنانو باندي برى او قوت او شوکت او امن او ټيکاو دى. لوى څښتن د هود عليه السلام له قوله فرمايي: ﴿وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ (52)﴾[هود:٥٢]
ژباړه: ای زما ولسه ! له خپل پالونکي څښتن څخه د خپلو ګنهونو بخښنه وغواړئ، بیا (له خپلو ګنهونو څخه ــــ چي ډېره لويه يې شرک دی ـــ توبه وکاږئ او) هغه ته وروګرځئ، هغه به له دې امله پرتاسي باندي له آسمان څخه په شېبو شېبو اورښت واوروي او (ستاسي د اولادونو او مالونو په ډېرېدو سره به) ستاسي پر اوسني ځواک (عزت او پیاوړتیا) به نور ځواک ورزیات کړي ، نو (ای زما ولسه! زما له بلني څخه، زما په درواغجن بللو سره) د ګنهکارانو په څېر مخ مه اړوئ “.
٥. دغه راز د لوى څښتن دې ژمني ته پام وکړئ:
﴿ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (55)﴾ [النور : ٥٥]
ژباړه: ستاسي د هغو کسانو سره چي پر الله يې ايمان راوړی دی او ښې کړني يې تر سره کړي دي الله (سبحانه) ژمنه کړې ده چي خامخا به يې (پر دښمنانو بريالي کړي او) په ځمکه کي به يې د واک او ځواک خاوندان کړي
(څو هغوی د ظالمانو تر ظلمونو وروسته، د خپل عدل او انصاف په رڼا کي ودان او سوکاله کړي)، لکه چي تر
دوی دمخه يې نور(عدل کوونکي) مومنان په ځمکه کي (د طاغيانو او سر کښو ظالمانو تر راپرځولو وروسته) واکمنان کړي وه. او ژمنه يې ورسره کړې ده چي د دوی دين به کوم چي د دوی لپاره يې خوښ کړی دی (چي د اسلام دين دی) خامخا برلاسی کړي او ژمنه يې ورسره کړې ده چي د هغو(له دښمنانو او ظالمانو څخه) د ويري (اوسنی) حالت او خطربه په (داسي) امن(او هوسايي) ورته بدل کړي(چي له الله پرته به له بل هيچا څخه نه ویريږي. خو دغي د اسلام او مسلمانانو واکمنۍ او امنیت ته رسېده به هله وي چي) هغوی يوازي زما عبادت (په سمه اوبشپړه توګه د هغه د ټولوشروطو، آدابو او ارکانو سره) وکړي او زما سره هيڅ شی او هيڅوک شريک نه کړي او څوک چي تر دغو نعمتونو وروسته ناشکري وکړي، نو داسي خلک د الله له طاعت څخه وتلي(نافرمانه او فاسقان) دي.
٦. د توبې بله ګټه داده چي د بنده ګنهونه او سيئات په نېکيو او حسناتو بدليږي. لوى څښتن فرمايي:
﴿ إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (70)﴾ [الفرقان : ٧٠]
ژباړه: خو که چا (لوی څښتن ته) توبه وکښله او ايمان يې راوړ او (داسي) ښې کړني يې تر سره کړې (چي د هغه د توبې پر رشتينولۍ باندي يې دلالت کاوه)، نو د دغو کسانو هغه بدکارونه به چي تر سره کړی يې دي په نېکيو بدل کړي او الله (د ده له بنده ګانو څخه د هغه چا چي توبه وکاږي او رجوع ورته وکړي د ګنهونو) ډېر بخښونکى او خورا ډېرپر لوروونکى دى.
٧. توبه کوونکي ته ملايکي د مغفرت دعاوي کوي، د قرآن کريم دي آيتونو ته پام وکړئ:
﴿ الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (7) رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (8) وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (9)﴾[غافر : ٧ ـ ٩ ]
ژباړه: (ای پيغمبره !) هغه ملايکي چي (ستا د پالونکي څښتن) عرش اوچتوي او هم هغه ملايکي چي پر دغه عرش باندي را چاپېري سوي دي (حلقه يې پر وهلې ده) ټولي (د کفارو له هغو خبرو څخه چي الله ته نه ښايي) د خپل پالونکي څښتن د ثنا او صفت سره يو ځای د هغه پاکي بيانوي او پر دغه خپل پالونکي يې ايمان راوړی دی او هغو کسانو ته چي پر الله يې ايمان راوړی دی(له الله څخه) د بخښني غوښتنه کوي او دعاکوي او وايي:”ای زموږ پالونکې څښتنه ! ای هغه څوکه چي علم او لورينه (رحمت) دي پر هر څه چاپېره او خپره سوې ده ، نو هغو کسانو ته بخښنه وکړه چي له ګناهونو څخه يې توبه کښلې ده او ستا د دين(اسلام)پر لار روان دي او هغوی د دوږخ له عذابه وساته“.
(او همداراز به ملايکي وايي: ) ای زموږ پالونکې ! او دغه مومنان د تل تر تله اوسېدو په هغوجنتونو ننه باسه چي تا يې د ور ننه ايستلو ژمنه ورسره کړې ده. او د دوی له ميندو، پلرونو او مېرمنو او اولادونو څخه څوک چي نېکچاري دي هم جنت ته ننه باسه. بې شکه چي ته (هغه) برلاسى (زورور خداى يې چي هيڅوک دي زور نه لري او هرڅه کولاى سې) او (په خپل تقدير او تدبير کي) د (داسي) سمي او لوړي کچي پوهي (حکمت) څښتن يې (چي هر څه پر خپل وړ او مناسب ځاى ږدې).
او هغوی (ای زموږ پالونکې څښتنه) له بديو (د بدو کړنو له تر سره کولو او پر دغو بدو کړنو باندي له ورکول کېدونکو عذابونو ) څخه وساته او هر څوک چي په دغه ورځ(، یعني د قيامت په ورځ) د بدو کړنو له عذاب څخه وساتې نو په رښتيا دي پردوی په خپله (پراخه) لورينه سره لورينه کړې ده. او دا ( له عذاب څخه ساتنه او جنت ته په ننه ايستلو سره پر هغو لورينه داسي يو) ډېر لوی بری دی (چي بل هيڅ بری يې نه دی په سر) “.
علماى کرامو فرمايلي دي چي په قرآن کريم کي تر ټولو هيله او اميد پيدا کوونکي آيتونه همدغه پورته ياد سوي آيتونه دي. ځکه که يوه ملايکه هم ټولو مومنانو ته له الله تعالى څخه مغفرت او بخښنه وغواړي، نو الله تعالى هغوى بخښي. خو په دغو مبارکو آيتونو کي ويل سوي دي چي د عرش وړونکي فرشتې او د هغه شاو خوا استوګني مقربي ملايکي ټولي توبه کوونکو مومنانو ته دعاوي کوي.
وګورئ پر الله تعالى باندي مومن، په تېره توبه ايستونکى مسلمان څونه ګران دى، هغه په مزه مزه په ځاى کي پروت وي خوب کوي او ملايکي د بخښني دعاوي ورته کوي.
لنډه دا چي په قرآن کريم او نبوي احاديثو کي په ډېرو څرګندو الفاظو د توبې او استغفار ډېري زياتي دنيوي او اخروي ګټي بيان سوي دي. ځکه نو پر ټولو، غير مسلمينو، مرتدانو، زنديقانو، سيکولرانو او د مسلمانانو پر عوامو او خواصو، واکمنو او رعيتو باندي؛ مطلب پر ټولو انسانانو، په تېره پر ګرده اسلامي امت باندي لازمه ده چي ګنهونه پرېږدي او توبه وکاږي او له لويه څښتنه په توبه، استغفار او عفو غوښـتلو سره ځانونه د عزت او شوکت او د دې دنيا او هغې دنيا له ګټو څخه برخمن کړي.
جزاكم الله خير
ماشاالله دیر شایسته الله ج دیر مهربان دی