افغانستان

‏  یوناما: د امریکا اوطالبانو خبرې د افغان بحران د پای ته رسولو لپاره ګټورې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لیندۍ، ۱۳۹۷ل):افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستنېدويه ادارې «يوناما» مشر او د ملګرو ملتونو خاص استازي تاداماچي يماماتو د متحده عربي اماراتو په  پلازمينه ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکايي ډيپلوماټانو  خبرې د افغانستان اوولس کلن بحران د پای ته رسولو لپاره ګټورې بللي دي.

يماماتو هيله ښکاره کړې، چې د دغې ناستې له لارې به د افغانستان اوولس کلنې جګړې ته د پای ته رسېدو لارې چارې  پيدا شي.

هغه وايي: «موږ هيله لرو، چې دغه ناسته به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي او د روان بحران د پای ته رسولو لپاره به ښه زيری ثابت شي.»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي او د يوناما مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نن دوهمه ورځ هم په ا بوظبۍ کې د طالبانو د سیاسي کميسيون د استازو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي ډيپلوماټانو ترمنځ مذاکرات روان دي.

د دې ناستې يو تفاوت او ځانګړنه دا ده، چې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي استازي هم په کې ګډون لري.

ګډ حکومت تېره ورځ د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ يو پلاوی ابوظبۍ ته لېږلی و، تر څو د امریکايي چارواکو سربېره له طالبانو سره هم وګوري، خو طالبانو په خپله اعلاميه کې د ګډ حکومت له چارواکو سره هر ډول ليده کاته له امکانه لرې بللي دي.

د ملي امنيت له سلاکار وروسته د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ارګ ماڼۍ د سولې مشورتي بورډ د مشر عبدالسلام رحيمي په مشرۍ بل پلاوی اماراتو ته لېږلی، تر څو له طالبانو سره د خبرو اترو موقع ترلاسه کړي، خو داسې ښکاري، چې طالبان لا هم د ګډ حکومت چارواکو سره خبرو ته نه دي تيار او ټينګار کوي، چې د کړکېچ اصلي لوري يعنې  امریکا سره دې لومړی خبرې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا مردار مخى هم لكه د امريكا غلام ، د غلام دولت سرنا ژغوي

عبدالمالک همت

تاداماچي يماماتو او نور چي د بين الافغاني مذاکراتو خبري کوي او وايي: »موږ هيله لرو، چې دغه ناسته به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي او د روان بحران د پای ته رسولو لپاره به ښه زيری ثابت شي. « عادي او ساده، د افغانستان تبعه افغانان ورته وايي چي که مو مطلب موږ يو نو موږ خو نه چا پوښتلي يو او نه څوک پوښتنه را څخه کوي، نه د کابل په لاس کښېنولې اداره او نورو د پردو غليمانو له خوا په مطرحو څېرو کي استازي لرو، نه مو دغو خلکو ته زموږ په استازيتوب… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

څوک یی منی که یی نه منی طالبان زمونږ د هیواد اصلی بچیان او د صلاح الدین ایوبی په شان ویاړلی مجاهدین دی د صلاح الدین ایوبی په شان یی صلیبیانو او یهودانو ته یو ځل بیا په کوپړیو کی اوبه ورکړی افغانستان او فلسطین خو څه کړی زه باور لرم چه ټول مظلوم بشریت ته به د خونړی یهودی استعمار او استحمار څخه خپلواکی ورکوی طالبان ځانله زمونږ نه بلکه د ټول عالم اسلام او ټول مظلوم بشریت ویاړنه او خزانه ده الله ج دی تر دی لا زیات توفیق ورکړی . مګر مونږ ځان له طالبانو جلا نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x