د آی پي ایل بولۍ او ۸ منتظر افغان لوبغاړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د هند تجارتي لیګ دولسم پړاو لپاره د بولۍ نېټه نن د دیسمبر ۱۸مه ورکړل شوې ده چې د هند په جیپور ښار کې به د ورځې په ۲:۳۰ بجې پېل کیږي.

دغه لیګ چې په نړۍ کې تر ټولو ستر لیګ بلل کیږي، یوازې افغان لوبغاړي نه بلکې د هرې تکړه او کمزورې لوبډلې لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ګډون تمه لري، او دا د خپل ځان لپاره ستر ویاړ ګڼي.

لکه څرنګه چې درې افغان لوبغاړو (محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ) په هند غوره لیګ کې د خپلې وړتیا په زور سیالۍ ترسره کړي، د خپلو لوبډلو لخوا یو وار بیا ساتل شوي دي چې بل هيڅ لوبډله پرې بولي نشي کولای.

ددغه لیګ لومړي لیست لپاره ۲۸ افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه چې له برخې یې یوازې ۸ په وروستي لیست کې شامل شول، دغه لوبغاړي محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نائب، شفیق الله شفق، قیس احمد، کریم جنت سید شیرزاد او ظاهر خان دي.

په بولۍ کې د محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي،  شفیق الله شفق، ګلبدین نایب او سید شېرزاد د پلور بیه به د ۵۰ لکو هندي کلدارو څخه پیل شي، همدرانګه د ظاهر خان د پلور بیه به د ۴۰ لکو هندي پیسو پیل شي، د دې ترڅنګ کریم جنت او قیس احمد ته د ۲۰ لکو هندو کلدارو بیه ټاکل شوې ده.

تمه کیږي په نېلامۍ کې حضرت الله ځاځی چې په تېره نږدې کې یې ښه کارکردګي ښودلې او د لوړو شاټونو ښه وړتیا لري د لوبډلو پام ځانته راواړوي، همدا ډول قیس احمد هم په کربین لیګ او افغانستان غوره لیګ کې ښه ځلیدلی و، چې د نوموړي د اخیستلو تمه هم کیږي.

ظاهر خان په تېر هند سوداګریز لیګ کې د راجستان لوبډلې لخوا اخیستل شوی و خو د ټپي کېدو له امله په یادو سیالیو کې ونه لوبېد، شاید همدغه لوبډله په نوموړي یو وار بیا بولۍ ولګوي.

د هند غوره لیګ سیالۍ چې د راتلونکي اپریل میاشت کې ترسره کیږي په هند کې د راتلونکو ټاکنو له کبله یې لا ځای معلوم نه دی، د لیګ چارواکي په سویلي افریقا او یا عربي اماراتو لوبغالو کې د لیګ ترسره کولو اټکل ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د