نړۍ

د جاپان حکومت څلور ایټمي (هستوي ریکټران) له منځه وړي

japani_nuclear_reactors(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۰) جاپان په پلان کي لري چه هغه څلور ایټمي (هستوي ریکټران به ویجاړه وي کوم چي تیره میاشت د درني زلزلي له وجي خراب شوي ول، دټوکیو دبریښنا شرکت ‎(ټیپکو) له دري اونیو کوششونو اوهڅو څخه وروسته دا اعلان وکړ چي ریکټران به له منځه وړي ، جاپاني چارواکو دري اوني زیات کوښښ وکړ ترڅو هستوي ریکټران بیرته خپل عادي حالت ته راوګرځوي، لیکن ویی نشو کړی چي ریکټران کنټرول کړي، نو یی ځکه اعلان وکړ چي  ریکټران به له منځه وړي، د پنځم او شپږم ریکټر په اړوند  به دسیمي له خلګو سره له خبرو اومشورو څخه وروسته پریکړه کوي چي پنځم اوشپږم ریکټرهم له منځه یو سی اوکه نه.

په سیمه کي دخطر ناکه شعاوو دموجودیت خبر لا له وړاندي څخه ورکول شوی وه. په جاپان کي دمارچ دمیاشتي ویجاړونکي زلزله کي څه دپاسه ۱۱۰۰۰ کسه وژل شوی ول.
زلزلي دجاپان اقتصاد ته ډیر سخت تکان ورکړ، دتاوان اندازه لدي څخه ښه لګولی شو، چي  دافغانستان حکومت هم له جاپاني ولس سره دیو ملیون امریکایی ډالرو مرستي ژمنه وکړه.
بخت الرحمن بخت…………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x