د بهرنیانو له لوري د اربکیانو روزن‌ځای

د کندوز اوسېدونکي: اربکیانو د کرارۍ بېخ ایستی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندوز اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې د نا امنۍ اصلي لامل، اربکیان دي چې د دوی په وینا د کرارۍ بېخ يې ایستلی دی.

د کندوز ښار لسګونو اوسېدونکي د دې ولایت مرکز کې د سولې او ثبات په اړه غونډه جوړه کړې وه، چې پکې له اربکیان او ټوپکمارو خورا سر وټکېده.

د ملالۍ سعد په نوم یوې ګډونوالې وویل، چې دا وسله‌وال نه یوازې د کرارۍ او ثبات پر وړاندې ګواښ دی، بلکې په ناامنۍ، لوټ او ان جنسي تېريو کې ښکېل دي.

د کندوز چارواکي چې ځايي اربکیان اوس نا مسؤل وسله‌وال معرفي کوي وايي دوی يې د خلع سلاح کولو هڅې پیل کړې دي.

د دې ولایت مرستیال حشمت الله عرضبیګي وویل، تر اوسه يې ځینې قومندانان هم نیولي دي، چې په زندانونو کې دي.

حکومت د په شمال زون کې د اربکیانو یو قومندان نوید او هزاره مېشتو سیمو کې بل قومندان علي پور ونیول، چې علي پور یوه ورځ وروسته بېرته خوشي کړل شو.

د دې تر څنګ د حکیم شجاعي په نوم د اربکیانو هغه قومندان چې په غزني او روزګان دواړو ولایتونو کې يې وسله‌وال خلک لوټي لا هم ارتې تڼۍ ګرځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د