
که د کامرې لپاره ځیرک مبایل استعمالوئ؛ دغه مبایل مو ارمان پوره کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): چینایي کمپنۍ هوواوې داسې نوی مبایل وړاندې کړی چې د ځیرک مبایل کامرې شوقیانو ارمان پوره کوي.
دغه مبایل چې (هوواوې نووا ۴) نومیږي د هوواوې شرکت نوی وړاندې شوی مبایل دی، چې ۴۸ میګا پېکسله په زړه پورې کامره لري او په نوي او غوره کیفیت عکس اخلي.
له دې وړاندې د ویوو چینایي شرکت هم په خپل راتلونکي مبایل کې د ۶۰ میګا پېکسله اعلان کړی و، خو تر دې دمه دغه مبایل نندارې ته نه دی وړاندې شوی او د عکس اخیستلو کیفیت په اړه یې هم څه نه دي ویل شوي.
هوواوې «نووا ۴» که له یوې مخې غوره کامره لري خو له بل اړخه یې د مخ سکرین یا ډیسپلی هم ډيره په زړه پورې ده، چې بیزل لیس ده او ډیر کم نوچ ورکړل شوی، آن چې د سیلفي کامره یې هم د ډیسپلی برخه ده.
دغه مبایل د ۶.۴ انچه FHDplus غوره ډیسپلی لري، چې د ډیسپلی بیزل یې د نیشت برابر دی او سکرین ریشو یې ۱۹:۵:۹ دی، د هوواوې خپل کیرین غوره ۹۸۰ پراسیسر په کې ځای پرځای شوی چې د انډرایډ چلونکی AMUI9 سیستم ورکړل شوی دی.
ددې ترڅنګ د ۳۷۵۰ ملي امپیره غوره بیترۍ لري او د W18 چټک چارجولو وړتیا هم لري، ددې ترڅنګ یې د ګوتې کولپ د مبایل شاخواته ورکړل شوی او همدا ډول د مخ کولپ ځانګړتیا هم لري، ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لري خو د میموري کارت اخیستلو وړتیا نه لري.
که کامرو ته وکتل شي دغه مبایل د نړۍ لومړی مبایل شو چې ۴۸ میګا پېکسله غوره کامره وړاندې کوي، د شا لخوا درې کامرې لري، یوه یې ۴۸ میګا پېکسله چې SONY IMS ۵۸۶ سانسره لرونکې کامره لري، دویمه یې ۱۶ او درېیمه یې ۲ میګا پېکسله ده، د مخ خوا ته یوه غوره او د سترګو ښایستوالي کامره لري چې ۲۵ میګا پېکسله ده،
دغه مبایل دویم ورژن هم لري چې یوازې د کامرو لحاظه بدل دی، د تېر مبایل شاته کامره ۴۸ میګا پېکسله خو ددغې مبایل ۲۰ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده.
د ۴۸ میګا پېکسله کامرې لرونکي مبایل بیه تر ۵۰۰ امریکایي ډالرو ده، خو د دویم ورژن والا مبایل چې ۲۰ میګا پېکسله کامره لري ۴۵۰ امریکایي ډالره بیه لري چې څه د پاسه ۳۷۵۰۰ او ۳۴۰۰۰ افغانۍ کیږي.