
افغانستان
د المان دفاع وزیره بلخ ته را رسېدلې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د المان دفاع وزیره فون دیرلاین تېره شپه په نا اعلان شوي سفر افغانستان کې مزار شریف ښار ته را ورسېده.
کابل کې د المان سفارت وايي چې هغه به په بلخ ولایت کې له خپلو ځواکونو سره وګوري.
افغان چارواکو تر اوسه د هغې د سفر په اړه څه نه دي ويلي او نه هم الماني سرچینو د دې سفر جزییات په ډاګه کړي دي.
د المان دفاع وزیره په داسې حال کې سفر کوي چې همدا تېره ورځ د امریکا او طالبانو د درېیم ځل مخامخ خبرو لومړۍ ورځ وه، چې نن هم روانې دي.
المان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې شاوخوا ۱۳۰۰ عسکر لري چې ډېری يې شمالي ولایتونو کې مېشت دي.