
عمران خان: هيله ده د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له امله په افغانستان کې سوله راشي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لیندۍ، ۱۳۹۷ل):د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هيله ښکاره کړې، چې دی هيله من دی د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په پایله کې په افغانستان کې سوله راشي.
عمران خان په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د سولې پروسې د بريا لپاره هر ډول ممکنه مرسته کوي او هيله يې ښکاره کړې، چې د دغو مذاکراتو په پایله کې د افغانستان دېرش کلن بحران پای ته ورسيږي او افغانستان کې سوله راشي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد له تېرو دوو ورځو راهيسې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له سياسي استازو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې پيل کړي دي.
په دغه ناسته کې د امریکا او طالبانو سربېره د سيمې درې هېوادونه پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي هم ګډون لري.
عمران خان د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه دا خوشبيني په داسې حال کې ښودلې، چې تېره اوونۍ نوموړي ويلي و، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې درېيمه ناسته د پاکستان په کوربه توبه په اسلام اباد کې کيږي، خو د هغه د څرګندونو په خلاف دغه ناسته په ابو ظبۍ کې وشوه او سبا به هم روانه وي.
که څه هم د سیاسي چارو ډېری کارپوهان د ابوظبۍ ناستې ته هيله من دي او د سولې په برخه کې يې ګټوره بولي، خو د ګډ حکومت چارواکي دغې ناستې ته اندېښمن دي او د مخنيوي او ناکامولو هڅه يې کړې ده.