افغانستان

مجاهد: د طالبانو په ليکو کې هيڅ بهرني اتباع نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ځينو لويديځو او کورنيو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې په افغانستان کې د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو جنګياليو د موجوديت په اړه ورکړل شوي وو.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د طلوع په نامه تلويزيون د کومې لويدېځې رسنۍ په حواله د طالبانو د کوم مشر په نامه خبر ورکړی و چې په افغانستان کې د طالبانو په ليکو کې شاوخوا ۳۰۰۰ بهرنی اتباع شتون لري، خو د خپلو هيوادونو په ضد يې اقدام ته نه پريږدي.

خبر پاڼه کې راغلي دي چې دا راپورونه بې اساسه دي او ويلي یې دي چې د طالبانو د مشرانو په اړه دغه ډول بې اساسه خبرونه په کلکه ردوي.

طالبانو ويلي دي چې ټولو لوريو ته ډاډ ورکوي چې په افغانسان کې د هيڅ بل هيواد اتباع د دوی په ليکو کې نشته دي او زياتوي چې کوم بهرني اتباع چې د شوروي د يرغل پر مهال افغانستان ته راغلي وو بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي.

ذبيح الله مجاهد زياتوي چې مونږ به هيچا ته له خپلې خاورې څخه د ناوړه استفادې اجازه ورنکړو.

هغه وايي چې «شیطانۍ کړۍ د استخباراتي ادارو په غوښتنه د داسې آوازو په اچولو سره هڅه کوي چې په دې حساسو شیبو کې بیلابیلو جهتونو ته تشویشونه ایجاد کړي او ویره خپره کړي».

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم دولتي چارواکو او ځينې رسنیو د طالبانو په لیکو کې د بهرنيو اتباعو د شتون ادعاوې کړې وې چې طالبانو رد کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

اوس به نوی، خو ماسره څو کسان زخمیان بستر شول چی ډیری یی عرب، چیچن او ازبکان ول. زه دا خبره په صراحت سره رده وم. د لوګر په څرخ ولسوالی د طالبانو په ګروب هم پنجابیان لدیل شوی او په غزنی هم. حتی آزاد په کلیو کی ګرځی. وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی.

مجاهد

هغوی چه د خالق لایزال اود هغه د مظلوم مخلوق دشمنان دی، هغوی د دی اهلیت او حیثیت نه لری چه چه د هغوی د نماینده ( ذبیح الله مجاهد ) خبره منی که یی نه منی. د الله ج د دشمنانو او د څو مخو له مخونو د شیطانت او د مظلوم بشریت د استمثارولو او غلامولو نقاب لیری شو. شپه تیره او صبا شوی.
د لونګ په شان د دجال منجاورینو ګډو وډو اوتو بوتو ته نور څوک غوږ نه نیسی. سر پیاز کون پیاز ، څه حیثیت لری

لونګ

مجاهد صیب: جهاد څوک کیی او مجاهد څوک ځان ته وایی. هغه وخت ما ۱۸ کسه عرب او چیچین په خپل لاس مولوی صیب واعظ ته د برکی راجان د ملک په کلا تسلیم کړل چی د چا پښه نوه، د چا لاس نوه او چا هم خپل نور د بدن ځایونه له لاسه ور کړی وو. مولوی صیب دغه کسان د شپی لخوا په ډاډ سنو موټرو کی ویستل او ښکته یی ولیږل. نور می مه غږوه. څو روځی ورسته زما وضعیت او پوزیشن هم خرابه شو پدی خاطر چی ما ولی په خپل لاس د دغو مجروحینو خدمت… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x