افغانستان

د امريکا او طالبانو مذاکرات: په لندمهالي حکومت هوکړه کېدای شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لیندۍ، ۱۳۹۷ل):په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او طالبانو د مذاکرات نن دوهمه ورځ هم روان دي او په عين حال کې يو شمېر سرچينې وايي، چې امریکا او طالبان د لنډمهالي حکومت په جوړولو خبرې کوي.

د چارو څارونکي وايي، په ظاهره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تګلاره کې د افغانستان سولې او امريکايي پوځيانو د وېستلو سربېره د هر ډول ناببرې پرېکړې هيله شته.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند ويلي، چې د طالبانو لومړنۍ او بنسټیزه غوښتنه د بهرنيو پوځيانو ويستل دي او اوس هم د همدې غوښتنې سره د سولې خبرو ميز ته ناست دي.

رستم شاه مومند زياته کړې، چې طالبان به د امریکا په اشاره د پاکستان هغه دريځ ونه مني، چې له امریکا سره اوربند وکړي او وسله پر ځمکه کيږدي او خپله مبارزه له لاسه ورکړي، بلکې د هغو تر ټولو اساسي غوښتنه د بهرنيو پوځيانو وتل دي او له دې خبرې تېرېدونکي نه دي.

دغه پخواني پاکستاني ډيپلوماټ ويلي، چې د امریکا او طالبانو مذاکرات به هغه مهال بريالي وبلل شي، چې په لنډمهالي حکومت هوکړې ته ورسيږي.

رستم شاه مومند زياته کړې، چې د افغانستان بحران يوازې د بهرنيو پوځيانو په وتلو ممکن دی او د دې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د کابل حکومت دی.

د مومند په وينا د کابل حکومت نه غواړي، چې بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي او طالبان په واک کې شريک شي، بلکې هغوی ټينګار کوي، چې طالبان دې په سياسي بهیر کې شامل شي او د انتخاباتو له لارې دې واک ته ځان ورسوي، چې دا کار هېڅکله طالبانو ته د منلو وړ نه دی.

کابل مېشتي خبريال اسدالله داودزي هم ويلي، چې د اشرف غني اداره او ګډ حکومت د لنډمهال حکومت او په واک کې د طالبانو د شريکولو پلويان نه دي، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی بيا د سولې لپاره د لنډمهالي حکومت او همدارنګه په واک کې د طالبانو د شريکولو پلوی دی.

ايا لنډمهالی حکومت جوړېدای شي؟

له تېرې ورځې راهيسې د ولسمشرۍ ماڼۍ يو شمېر سرچينې اندېښنه لري، چې امریکا او طالبان د لنډمهال حکومت په جوړولو سلامشورې کوي او په دې اړه يې اندېښنې هم ښکاره کړي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي پوهنتون استاد پروفيسر حيدرمهدي وايي، چې بال د امريکا په پښو کې دی او  ولسمشر ټرمپ هيښوونکې پرېکړه کولی شي.

هغه وويل، چې ولسمشر ټرمپ د يوه سوداګر په توګه د ګټې او تاوان په اړه فکر کوي او خپله تګلاره هم د اقتصادي فکر پر اساس جوړوي.

حيدر مهدي زياتوي: «داسې هم شونې ده، چې ولسمشر ټرمپ يو دم د خپلو پوځيانو د ويستلو اعلان وکړي او دې سره لنډمهالي حکومت ته لاره اواره شي.»

رستم شاه مومند هم ويلي، چې د امریکايي پوځيانو د وتلو په صورت کې لنډمهالي حکومت ته لاره اوارېدای شي او د افغانستان امنيت لپاره د اسلامي همکاريو سازمان د پوځ مرستې ته اړتيا پېښېدای شي.

دغه پاکستاني ډيپلوماټ ويلي، چې طالبان پر پاکستان باور نه کوي، خو کېدای شي د نورو اسلامي هېوادونو په شتون او ضمانت له امريکا سره طالبان د سولې هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

وايي موژك په سوري كي نه زاييدى جارو يي په لكى پورى ترلى و ١- داچي بال د امريكايانو په پشو كي نه د طالبانو په پشو كي دى پديچي شرايط د مزاكراتو طالبانو وضع كري نه امريكايانو ٢-دا چي طالبان د امريكا غاصب عسكر په هيواد كي نه منى نو د هغو د غلام عربو او نورو غلامانو عسكر خو بيخي نشي منلاى ٣- لند مهالى حكومت يعني سه ؟ طالبان په توله هيواد كي تشكيلات لري، امريكايان به وزي طالبانو ته به دولت تسليموي او يا داچي امريكا به وزي بيا افغانان پوه شه او حكومت جورول يي… نور لوستل »

لونګ

د ستم شاه مهمند یی څه؟ دا دافغانانو په چاروکی لاسوهنه نده؟ ته رستم شاه ولاړ شه اول د #### جواز ورکونکی ورک کړه، هغوی چی افغانستان کی جهاد روا بولی او پاکستان کی نه. د انګریزانو قانون لری کړه، د پښتنو حق ورکړه، همدا تاسی وی چی امریکایانو ته مو لار ورکړه، اوس راغلی یی خوسی خوسی لوده لوده خبری کوی ورک شه. د بعضو کسانو خبرو ته لکه جمیل صیب، چی ګورو زړه یی ده چی دا وطن بیا د نورو مستعمره وګرځوی. افغانستان هغه پخوانی افغانسان ندی ټول دی پوه شی. هیڅ څوک او هیڅ ډله په… نور لوستل »

لونګ

زه یو پیشنهاد لرم: څه کیږی که د قطر مولوی صیبان داخل دافغانستان ته راشی او پر ځای یی د افغانستانه ستړی ستومانه طالبان قطر ته ولاړ شی. تا خبره د سولی په رابط نکوم. په تصویر کی وګوری د قطر د ملایانو #### خدای مکړه چی دا نورانی ځیری د شکر په مرض ګرفتاره نشی. بیا به مشکله وی چی دا نور ډنګر او وچ جنګوهلی خبروته لکه دوی زر آماده شی. والسلام

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x