کرېکټ: استراليا له هند څخه د تېرې لوبې غچ واخيست. جالب انځورونه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د هند او استراليا لوبډلو ترمنځ دويمه ټيسټ سيالۍ په داسې حال کې پای ته ورسېده چې په کې استراليا له هند څخه د لومړۍ سيالۍ غچ واخيست.

دغه سيالۍ چې ښه ګرمه او د بحثونو څخه ډکه وه د استراليا لوبډلمشر ټيم پين پر ويرات کوهلي غالب شو او د ۱۴۱ منډو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د هند او استراليا ترمنځ سيالۍ هر وخت زړه بوږنونکي وي، چې په ياده سيالۍ کې هم د دواړو لوبډلو مشرانو او لوبغاړو لفظي شخړو نوره هم توده کړې وه.

استراليا لوبډلې چې لومړی توپوهنه کړې وه په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۲۶ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې هند لوبډلې د ويرات کوهلي سليزې په مرسته ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

ويرات کوهلي دويم لوبغاړی شو چې چټکې نړيوالې ۲۵ ټيسټ سليزې يې ووهلې، نوموړي د سليزې وهلو پرمهال په بيټ او لاس د (زما بيټ خبرې کوي) اشاره کړې وه چې په رسنيو کې د پام وړ وګرځېده.

په ځواب کې يو وار بيا استراليا لوبډلې ښه توپوهنه وکړه خو محمد شامي ستر هدف ټاکلو ته پرينښوده، نوموړي ۶ لوبغاړي وسوځول او استراليا هند ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

خو هند لوبډلې يوازې ۱۴۰ منډې جوړې کړې، د ويرات کوهلي ويکټې پرمهال ټيم پين د ويرات کوهلي ترمخ سټايل کول هغه ته د تېر سټايل ځواب ورکړ. د لوبې غوره لوبغاړی نيتن لاين شو چې د ويرات کوهلي سترې ويکټې په شمول يې ۸ ويکټې واخيستې.

ياده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټيسټ سيريز يو-يو مساوي شو، له دې وروسته به دوه ټيسټ سيالۍ نورې هم ترسره کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د