افغانستان

څرخي پله زندان کې پر زندانیانو ډزې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): نن غرمه مهال د څرخي پله زندان شپږم بلاک کې دولتي ځواکونو پر بندیانو ډزې کړې دي.

یاد زندان کې د نن ټکی اسیا سرچینه وايي، دولتي ځواکونو شاوخوا یوولس بجې پر زندانیانو ډزې پیل کړې چې تلفات يې اړولي دي.

تر اوسه د دولتي ځواکونو له لوري د جګړې پیلولو علت نه دی پر ډاګه شوی او نه يې هم پوره جزییات تر لاسه شوي دي.

څرخي پله زندان تر دې وړاندې هم ورته نښتي شوې دي چې ځينې زندانیان يې وژلي هم دي.

تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x