سکاټلينډ او افغانستان د يو ورځنيو سياليو سيريز ترسره کوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل ده چې سکاټلينډ لوبډله د افغانستان لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په مۍ مياشت کې دوه يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي.

افغانستان تېر وار په ۲۰۱۶م کال کې د سکاټلينډ په کوربه توب په دغه هېواد کې سيالۍ ترسره کړې وې چې سکاټلينډ لوبډلې ته يې په ۱-۰ ماتې ورکړې وه.

د کرېکټ نړيوالې شورا (ICC) څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې د سکاټلينډ کرېکټ بورډ سرچينې لخوا ويل شوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ به د راتلونکې مۍ مياشتې په ۸مه او ۱۰مه نېټه ترسره شي.

د سکاټلينډ کرېکټ بورډ مشر د افغانستان سره په سياليو خوښي ښودلې او زياته کړې يې ده چې دا ډير د نوښۍ ځای دی چې د آی سي سي عضويت لرونکو لوبډلو پر وړاندې سيالۍ ترسره کوي، دوی به په ۱۸م او ۲۰م مۍ د سرېلنکا لوبډلې کوربه توب هم کوي.

د سکاټلينډ لوبډله تېر وار د نړيوال جام غواروي سياليو کې مخ شوي وو چې سکاټلينډ افغانستان ته له زړه بوږنونکې سيالۍ وروسته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

د يادونې ده چې افغانستان لوبډله د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په فرورۍ مياشت کې د ايرلينډ سره د ټيسټ، يو ورځنۍ او شل اوريزو سيريز ترسره کوي، له هغې وروسته د بنګلديش او زمبابوې پر وړاندې يو-يو يو ورځنۍ سيالۍ هم کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د