ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

طالبان: د دوبۍ غونډه کې د حکومت استازو سره د ليدو هيڅ پلان نشته

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو يو ځل بیا په متحده عربي اماراتو کې د افغان حکومت له پلاوي سره د ليدو کتو خبرونه رد کړل او ويلي يې دي چې د حکومت پلاوي سره د ليدو کتو هيڅ پلان نشته.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې د رسنيو هغه راپورنه رد کړل چې ويلي وو د افغانستان د حکومت پلاوی به په متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره وګوري.

نن سهار له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي وو چې د عبدالسلام رحيمي په مشرۍ د حکومت پلاوی به په متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره له نږدې وګوري او په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ ناستې له پاره د زمينې برابرولو خبره وکړي.

خبر پاڼه زياتوي چې طالبان د متحده عربي اماراتو په غونډه کې له امريکايي لوري سره د افغانستان د نيواک د خاتمې په اړه خبرې کوي.

طالبانو د ارګ او رسنيو دا ادعاوې رد کړي او پروپاګند يې بللی او زياته کړې يې ده چې د متحده عربي اماراتو په ناسته کې د کابل ادارې له چارواکو سره د ناستې هيڅ پلان نشته او نه هم په هغه غونډه کې د کابل ادارې استازي ګډون لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

داخودحکومت نماینده ګاندی داخوهغه بیزمیره انسانان دی چه دهغوماشمانوقاتلان دی چه سمی خبری یی هم ندی زده آیادوی احساس دانسانیت لری داهغه درنده ګان دی چه یولفظ هم رشتیانه وایی.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

طالیبان او دولت دوه ورځی مخکی په پټه په دوبی کی سره ولیدل، او داسی فیصله یی وکړه چه،
زه(دولت)د امریکا غلام ته (طالیب )دپاکستان ،ایران.روسیه غلام، دواړه پاخه غلامان یوو.دولت ورته وویل.چه لومړی زما بادار امریکا سره خبره وکړه،بیا زه د ستا له بادار پاکستان سره خبره کوم. د دواړو غلامانو خبری څه ګټه؟ راپور د سټی کنډو جلغوزیو ځنګل څخه،………