انعام نعيمي

سوله!!!

انعام نعيمي

د چا پښې د چا لاسونه شول تڼاکې
سولې څه شوې؟درته زړونه شول تڼاکې

د مظلوم ولس په حال رحم پکار دی
خدایه! نور مو قدمونه شول تڼاکې

دومره ظلم په دې خاوره پردو وکړ
د مرغېو وزرونه شول تـڼاکې

ګورئ څومره پښتون تږی دی د سولې
د وجود یې ټول بندونه شول تڼاکې

مروره به تر څو یې،په زړۀ سختې؟
د انعام! درته لفظونه شول تڼاکې
ــــــــــــــ
انعام نعیمي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

……………………………………………سوله ځواب………………………………………………
په سوونو ګزه پراته د زمکی لاندی………………هر څو چه زور وهم ختلی نشمه د باندی
ظالیمانو غلامانو ښخه کړی یمه ژوره………………..په وهلو ټکولویی شنه کړی یمه مروره
الله ج په قران کی خلکو ته لیکی یمه…………. ظالیمانو ګټه راپکی نشته تر پښو یی لاندی کړیمه
انعام ګله لاره را څخه ورکه درځمه سوکا…………….په ورو وروخوازیږم در وبه رسیږم په عصا
…………………………………..غمی،پښتین،سټی کنډو پکتیا،ګردیز