نظــر

طالبان او د سولې وروستی چلینج

استاد محمد زمان مزمل

طالبان د خپل پیدایښت په مهال د یو صنف تر عنوان لاندې د سوچ په سطحه یی یو ملي اصلاحي حرکت وه.

که څه هم په عمل کې او د سیاست په فاتحو پړاوو کې هغه د یوې خوا د صنفي سوچ په تنګسیه کې واقع شو او د بلې خوا د عربانو او هغو ملکونو چې دوې په رسمیت وپیژندل تر قوي اغیز لاندې راغلل او په اول پړاو کې ډیری موارد د بایلودنې یې له همدې اړخه وو.

په دویم پړاو کې چې چا فکر هم نکوه او امریکا خو یې د تخم او ریښو د وچولو او ورکولو پسې راوغوځیدله ولې بیا هم لوی خدای د افغانستان دا عزیز او خداداد ملت د سجل د پاک پاتیکیدو په خاطر هغوې په شاهکوټ کې له سره ژوندي کړل او د عبدالحق په چاراهی کې امریکایی جنرالان پوه کړل چې طالبان پخپل ملت کې د هغوی تونلو له لارې عبدالحق چاراهی او سرینا هوټل ته راغلل چې نه پکې کولنګ او ماشنرۍ ته ضرورت شته او نه دغه تونلونه لکه د فلسطین او لبنان څوک سکواټړو او بلدوزرو ورانوئ شي.

په کابل کې د دیموکراسۍ کاغذي علمبردارانو په اولس کاله کې د طالب زور د امریکا په حمایه کې هومره له نظره ولیدلی تلقي کړ چې پای امریکایی جنرالانو او بیا اوباما د طالب ملي ځواک تسلیم کړ او د نظامي حل ټول چانسونه یې ناممکن وګڼل .

پدې لاره کې طالب تر خپل توان سل برابره چلینجونه له سره ښه تیر کړل ولې نن چې د سولې خبر له سپینې ماڼۍ نسبتا په جدي لهجه پیل شوه طالب له وروستي چلینج سره مخامخ شو.

طالبان باید په همدې چانس کې ملت له دغې پرنګۍ جګړې وژغوري او د امریکا سره له یو ځل، دوهم ځل او دریم ځل ملاقاتو وروسته د کابل له واکمنانو سره د کبر او یا د هغوې د بې عزته کولو مزی ونه نیسي
هیڅوک ان همدا طالب پدې هیواد کې ددې هیواد اوسیدونکي نه حذف کړلی شي او نه له حسابه غورځولی شي.

که د اشغال خاتمه مطرح وي که د بندیانو خلاصون مطرح وي نو د همدې بیچاره کابلي واکمنانو په وړاندې د دوې دوستانو ته مخامخ ووایی چې موږ له خپلو خلکو سره جوړ راځو تاسې ایله ساحنه خوشې کړی له طالب نه پر افغانانو باندې نه بهرنیانو ډیر زړه سواندي دي او نه ډیر ورسره مشترکات لري.

نن چې امریکا چانس د سولې ته راکوزه شوه طالب د عقل د تدبیر د یو سیاست لرلید بلا ګواښونو سره مخامخ دی.

بس دومره باید طالبان درک کړي چې سیاسي مذاکرات او یو ملت له جنګ ژغورل له جنګ او جګړو نه سل برابره پیچلی ده او نن طالب له دې چلینج سره مخامخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ایمل

بالکل، ښه خبره دې کړې ده، استاده.‌ زما تشويش هم دا دی چې هسې نه دا په کبر کې حساب شي، او د کبر نتيجه خو بيا هر چاته معلومه ده. دا برخه يې په بيا بيا لوستلو ارزي: طالبان باید په همدې چانس کې ملت له دغې پرنګۍ جګړې وژغوري او د امریکا سره له یو ځل، دوهم ځل او دریم ځل ملاقاتو وروسته د کابل له واکمنانو سره د کبر او یا د هغوې د بې عزته کولو مزی ونه نیسي هیڅوک ان همدا طالب پدې هیواد کې ددې هیواد اوسیدونکي نه حذف کړلی شي او نه له… نور لوستل »

غوربندي

مونږ امردين ژاړه کمردين يې پر خره سپور راووړ. له مطمين صاحب څخه وروسته دا دی مزمل صاحب هم خام خام راغږېدلی او طالبان يې له هغو مفسدو او خونخوارو غلامانو سره خبرو اترو ته هڅولي چې همدا نن يې په غيرتصادفي توګه د څرخي پله مظلوم بنديان په ګوليو کې ټومبلي دي. تر ټولو بده يې لا دا چې د فقير طالب دا پر ځای او منطقي موقف يې نعوذبالله لويي او تکبر بللی. مزمل صاحب شايد چې تاسو به د کابل د غلامو چارواکو د خواری او پستئ له بامه څخه طالب ته نظر کوي ځکه درته هسک… نور لوستل »

Karwan

مزمل صاحب به فکر کوي، چه هر څه کيږي خو د کابل غلام حکومت او جنايتکاره جنګسالاران بايد په قدرت پاتي شي. نه داسي بايد ونشي، بلکي دغه خودخوااو ددالرو قاتلين بايد محاکمه شي او ملت ته د خپلو بيشرمانه ګړنو ځواب ووائي. دا حکومت ندي بلکي دملت دوشمنان دي. حکومت او حکومتداري د عدالت سره تړلي دي اما په دي فاشستانوکي زه کوم عدالت نه وينم البته د دوي عدالت دبيګناه د چرخي پله دزندانيانو قتل دي! کاروان

استاد محمد

زما له نظره : او دا يو رشتني حقيقت دي دطالبانو سياست كوم چي د امريكايانو سره مخامخ د خبرو كولو موضوع دي او كابل سو گروپه اداري سره خبرو نه كول دي ? چي هر سه نه مخكي انسان يي په خپل عقل كي وتلي لكه يوه كس يو لوي كار وبار كوي يا شركت ولري يو اخيستونكي رازي دده لپاره كومه لار بهتره دي ؟ ايا دا ورته بهتره دي چي د شركت خدمتگار سره د اخيستلو يا خرسولو عقد وكي ؟ او كه د شركت أصلي مالك سره ؟ نو جواب يي هر چاته معلوم دي چي… نور لوستل »

ایمل

“تر ټولو بده يې لا دا چې د فقير طالب دا پر ځای او منطقي موقف يې نعوذبالله لويي او تکبر بللی.”

نعوذبالله 🙂
يعنی طالبانو ته د لويې او کبر نسبت کول يو ډول کفر/شرک درته ښکاره شو؟
دومره هم افراط ونه کړو چې سبا د عصمت دعوا راڅه وشي.

جميل

داچي د طالبانو سوچ اسلامي و دا صنف يا ټولګۍ وتوانيده په ډيره اسلامي نړۍ کي په تيره پخپل هيواد کي خاص محبوبيت ترلاسه کړي. څنګه چي په عمل او سياست کي فاتح وه وي به انشاءالله ، په همهغه وخت کي چي تاسو يې د عربو اغيز بولی ټولوعربو اوعجمو خپل اتباع ځني وغوښتل ، داميرالموءمنين ملا محمد عمرمجاهد(رح) په يوه امر ټولوته سياسي پناهندګي ورکړل شوه ،کوم اغيزچا ونه ليدی، دباميان دبت په نړلو کي هم ټولو خپل مفتيان ورته راوليږل چي ويې ژغوري خو اغيزيې ونشو ، سعودي ورته وژړل چي بن لادن راکړی يا ئې وشړي… نور لوستل »

مجاهد

غوربندی صاحب ستاسی دغه خبری چه ( مونږ امردين ژاړه کمردين يې پر خره سپور راووړ ) په رشتیا مونږ د مطمن صاحب ګډو وډو ته ګوته په خوله پاتی وو چه خپله به یی مرکو کی ویل [ د هغه بی واکه اداری سره طالبان خبری وکړی چه د خپل یو والی د مقررولو او لیری کولو څخه عاجز دی ؟ ] اوس استاذ مزمل صاحب وایی چه دا به د طالبانو کبر وی که د کابل د غلامانو سره خبری ونه کړی. کبر خو خیر د لیکنی په سر کی یی خپله د طالبانو توهین کړی دی لیکی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

ولی پخواکفاروپه افغانستان کی ژرشکست خواړۍ:انګریزانوچه په افغانستان کی شکست وخاړۍ نویی مخبران راواستول چه علت یی معلوم کی ،مخبرانوولیدل چه کفارپرملک یرغل وکی سپن کالی خلک یی ترمخه وی وایی جهاددۍ که مړسوشهید دۍ که یی کافرمړکۍ غازی دۍ ټول دقرآنکریم پرهدایات روان ول دین یوقرآن وو نوکفارودقرآنکریم دمخ نیوی دپاره رنګارنګ کتابونه چاپ کړل چمخالف دقرآنکریم دی اوبیا یی نویی دملایانوپه سپینوجاموکی مخبران راواستول مخبرانو ملایان په رشوت آموخته کړل هغه ووچه انګریزانوبیاپرافغانستان حمله وکه خلکورامیدان کړل ملایانوته چه هله ملاصاحب جهاددۍ ملایانوکیډی غوړی کړی وی ویل یی داهم کتابیان دی ښه مثال یی هغه ۲۵۰۰ملایان ووچه ویل… نور لوستل »

عبدالله عابد

فکر کوم پدی حساس پړاو کی داسلامی سیاسی بصیرت دیوالی مفکوری او دسخاوت له دروازی ددمظلوم اولس وینو تویولو ته دپای تکی کیشودل شی، نه داچه خدای مکړه د کبر اوغرور سیل مو لا هو کړی.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x