افغانستانخبرونهنړۍ

۲۰۱۸، د خبریالانو لپاره، تر ټولو خونړی کال

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې « media watchdog» د راپور له مخې «۲۰۱۸» کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو.

ددې راپور  په بنسټ په روان کال کې د جمال خاشقجي په ګډون ۸۰ خبریالان وژل شوي،۳۴۸ بندیان شوي ، ۶۰ یرغمل نیول شوي او د ۳ نورو خبریالانو د مرګ او ژوندپه اړه معلومات نشته.

راپور وړاندې  زیاتوي، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ لومړی خطرناک هیواد دی چې د فرانس پرېس خبري اژانس د خبریال «شاه مر» په ګډون تر اوسه پکې ۱۵ خبریالان وژل شوي، دوهمه درجه خطرناک هیواد سوریه بلل شوې چې په حدودو کې یې ۱۱ خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی او دریم ځای د مکسیکو ایالت نیولی چې د روان کال له پیله تر اوسه ۹ خبریالان پکې وژل شوي.

په دې لست کې د خبریالانو د نیول کېدلو په برخه کې چین د «۶۰» ژورنالستانو د نیولو له امله په لومړۍ درجه او ترکیه د «۳۳» خبریالانو په زنداني کولو ددې لست په دوهم مقام کې ځای لري.

ددې ادارې مشر«کرسټوف ډیلوئر»  نن ددې راپور د وړاندې کولو په مهال وویل چې، روان کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی او له ځورونو ډک کال وو،دومره چې تر دې وړاندې یې بېلګه نه وه لېدل شوې، نوموړي د خبریالانو د مرګ ژوبلې په برخه کې سیاسیون او د ټولنې مخور  پړه وبلل او زیاته یې کړه «کله چې سیاسیون د خبریالانو له لوري په دوی باندې کېدونکي نیوکې ونشي زغملای نو ؛ د هغوی په خلاف کرکه پاروونکې ویناوې کوي چې دا بیا د خبریالانو د قتل او یا هم بندي کېدلو سبب ګرځې».

دا خبریالانو د مرګ ژوبلې اړوند راپور داسې مهال خپرېږي چې، په ځینو هیوادونو کې د خبریالانو په وړاندې زور زیاتی وروستي حد ته رسېدلی، تېره ورځ هم په پاکستان کې ددې هیواد د پخواني لومړي وزیر «نواز شریف» ساتونکو د «سماء» تلویزون یو خبریال د مرګ تر حده وهلی وو چې په ټولنیزو رسنیو یې پراخ غبرګون راوپاروه.

https://youtu.be/kvmcnlaCmAU

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x