طالبان: ابوظبۍ غونډه کې امريکايي اشغال د بحث محور دی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ابوظبۍ د غونډې په تړاو د رويټرز خبري اژانس راپورونه جعلي وبلل او رد يې کړل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په ليږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې رويټرز خبري اژانس په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ ناستې په اړه غلط او جعلي خبرونه خپروي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ابوظبۍ کې له امريکايانو سره د افغانستان د اشغال او امريکايي مداخلې د پای ته رسېدو په اړه خبرې روانې دي او د مؤقت حکومت، اوربند، ټاکنو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې نه دي شوي.

طالبانو ويلي دي چې د نامعلومو سرچينو په حواله چې رويټرز خبري اژانس کوم خبرونه خپروي ټول يې جعلي دي او استخباراتي اړخ لري او زياته کړې يې ده چې د ابوظبۍ د غونډې په اړه به بشپړ جزيات وروسته له رسنيو سره شريک شي.

د يادونې وړ ده چې د رويټرز خبري اژانس او ځينو نورو کورنيو رسنيو هم د ابوظبۍ د ناستې په اړه د سرچينو په حواله بيلابيل خبرونه ورکړي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو محمد الفاروقي
میلمه
ابو محمد الفاروقي

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته پرون ورزي خبرونه فه اوريدلو سره دير خفه ديته وم ، چي د صلبيانو ( مفسده امريكا او متحدين يي ) فه حضور د موقت حكومت راشي او واك د طالبان وأخلي. او أصلي مقصد ( كوم چي د يرغلگرو د وتلو موضوع دي ) او د دغه لپاره تقريباً ١٨ كاله افغانستان كي جهاد روان دي او د جهاد أصلي ثمره هم دا دي ( دكفارو وتل) ، او دا هم شهيدانو د وينو بركت دي ؛ چي الله ج گران وطن باندي يو زل بيا د أزادي او استقلال لوي نعمت راولي خو… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

نه هغه شته چه شرمیږی او نه هغه شته چه تری ډاریږی. امریکایی اشغلګر خو شرم نه لری خو که له نورو نه ډاریږی طالبانو ورته د ویری او عبرت درس ورکړو. په لوی لاس یی په افغانستان او عراق باندی د برید او اشغال د پاره یی د سپتمپر فاجعه جوړه او څه کم ۳۰۰۰ بی ګناه امریکایان یی پکی ووژل، داسی فاجعه چه ټول نړیوال او حتی خپله امریکایان په دی قانع دی چه بوش تر سره کړی چه په غچ اخستنه یی په زرونو نور امریکایان او اروپایان ووژل او هم یی په لکونو او میلونو مسلمانان… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دهری حکومت اواسلامی حکومت په یوه ملک کی امکان نه لری افغانستان ۹۹،۹۹٪مسلمانان دی دیوملحدحکومت سره مخلوط حکومت امکان نلری اشرفغنی اوحکومت یی لویه هوښیاری درواغ بولی په اسلام کی الکاذب عدوالله دۍ (درواغجن دخدای دښمن دۍ)ناټواوامریکازموږدمملکت دحکومت دجوړولوحق نلری دخپل ملک دحفاظت حق لری موږګرنټی ورکووچه ددوی په ملکوکی موږمداخلت نه کوواونه مو کړۍ دۍ پربینلمللی قانون چلیږواوچلیدلی یو اونه پردوته دمداخلی حق ورکوو که ټوله هم مرو ترهغوانتخابات کول اشتباه ده چه اشغالګرپه ملک کی وی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ