د آی پي ايل بولۍ پای ته ورسيدې؛ هيڅ نوی افغان لوبغاړی ونه پېرل شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۷): د هند سوداګريزو سياليو بولۍ له شپږ ساعتونو وروسته چې ۳۶۰ لوبغاړو په کې ګډون کړی و پای ته ورسیدې.

دغه بولۍ چې نن د سه شنبې په ورځ د هند په جيپور ښار کې ترسره شوې ټول ۶۰ لوبغاړي وپېرل شول، چې ۴۰ يې هندي او ۲۰ يې بهرني لوبغاړي وو.

د نيلامۍ لپاره ټول ۳۵۱ نومونه غوره شوي وو چې ۲۲۸ يې هندي او ۱۲۱ بهرني لوبغاړي وو چې له برخې يې ۸ افغان لوبغاړي هم وو.
په افغان لوبغاړو کې هيڅ يو يې د لوبډلو پام ځانته وانړوه، چې ظاهر خان، قيس احمد او حضرت الله ځاځی نيلامۍ ته وړاندې شول خو چا وانخيستل.

تر ټولو لوړه بيه کې دوه هندي لوبغاړي وپيرل شول، چې جادو اناډکټ او ورون چکرورتي دي، دوی هر يو په ۸.۴ کروړه هندۍ کالدارو وپېرل شول.

په بهرني لوبغاړو کې انګلستانی ځوان آلراونډر سام کوران په ۷.۲ کروړه هندۍ کالدارې وپېرل شو.

د افغان لوبغاړو لخوا راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن چې په تېر آی پي ايل کې هم لوبېدلي د خپلو لوبډلو لخوا ساتل شوي دي.

د يادونې ده چې د ۲۸ افغان لوبغاړو څخه يې ۸ (ظاهر خان، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، شفیق الله شفق، سيد شيرزاد، قيس احمد، ګلبدين نائب او کريم جنت) د نيلامۍ وروستي ليست ته وړاندې شوي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د