افغانستان

ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ پنځه وزیران استیضاح کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه وايي د ۱۳۹۶ل مالي کال کې د پراختيايي بودجې د کم مصرف له امله پنځه وزارتونه استیضاح ته ور غواړي.

د دې جرګې مالي او بودجوي کمیسیون وايي دوی هوډ لري چې راتلونکې اوونۍ کې د ټولګټو، له مخده موادو سره د مبارزې، مخابراتو او ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او عدليې وزارتونو وزیران استیضاح کړي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د تېر مالي کال د پراختيايي بودجې له منځه تر ۷۰ سلنه هم ښکته لګول شوې او نوره مصرف شوې نه ده.

په ورته وخت کې د ماليې وزارت په خپرو کړو معلوماتو کې وايي، چې د روانې میاشتې تر ۲۶مې پورې د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه لګول شوې، چې د تېر کال په پرتله خورا ډېره مصرف شوې ده.

تر دې وړاندې په ۱۳۹۵ل مالي کال کې ولسي جرګې د بودجې د ناکافي لګښت له امله اوه وزیران صلب صلاحیت کړل، خو پرېکړه يې ونه منل شوه او بیا يې هم خپلو دندو ته دوام ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x