
غزني؛ چارواکي محلي اردو ته خوښ؛ خو خلک يې د اربکیانو تکرار بولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي په دې ولایت کې روان ګډوډ حالت د کنټرول لپاره يې سیمهییزې اردو ته سترګې نیولې دي.
د غزني د والي ویاند وحید الله کلیمزي ازادي راډیو ته ویلي، تمه لري چې د دې اردو په جوړېدو سره به له لاسه وتلې سیمې بېرته لاس ته ورشي او هم به يې وساتلی شي.
په ورته وخت کې د غزني اوسېدونکي وايي چې سیمهییزه اردو د اربکیانو د تکرار یو بل ډول دی چې دوی ترې ښې خاطرې نه لري او دلته ناکامه تجربه ثابته شوې ده.
د غزني د ښار اوسېدونکي حاجي کلیم الله وايي، اربکیان هم لومړی ځل غزني کې را پیدا شول چې یوازې يې جګړه اوږده او قومونه يې په بدۍ سره اخته کړل.
د هغه په وینا سیمهییزه اردو کې به بیا تښتېدلي اربکیان سره را ټولېږي، چې کېدای شي امکانات يې تر پخوانيو اربکیانو ښه وي او یوازې خپل انتقامونه به اخلي.
د عبدالروف په نوم یو بل تن هم ورته نظر لري، هغه وايي دولت په لوی لاس د خلکو تر منځ جګړه ګرمه ساتي او په بېلابېلو نومونو د جګړې پر اور تېل شيندي.
د غزني چارواکي وايي سیمهییزې اردو ته به امکانات له ملي اردو سره برابر ورکول کېږي، خو خلک شکونه لري او انګېري چې که دولت په زور، تبلیغاتو او امکاناتو د دې اردو لپاره څه ځوانان پیدا هم کړل؛ خو نتېجه به يې ښه نه وي ځکه نظامي کسان پر دولت بشپړ بې باوره دي.
د غزني په اندړو کې پخوانی اربکی وحیدالله چې اوس کابل ښار کې ډوډۍ پخوونکی دی، وايي څو ځلې کلک محاصره شوې، معاشونه يې ګرځول شوي او د وژل شویو ملګرو معاشونه يې لا هم قومندانان په جېبونو کې اچوي.
د ده په خبره د اربکیانو تجربې ته په کتو به خلک دې اردو کې د قوم بدۍ ته ځان ټینګ نه کړي.
تر اوسه یوازې جاغوري او مالستان کې څو تنه ځوانان د سیمهییزې اردو په نوم مسلح کړي دي.