دفاع وزارت

حکومت د طالبانو د داسې تشکیل مشر «وژلی»؛ چې طالبان يې نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت وايي د طالبانو د پنځو ولایتونو لپاره د سرې قطعې مشر يې وژلی، طالبان وايي دا ډول تشکیل دوی اصلاً نه لري.

د فاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي کمانډو عسکرو وړمه شپه په پکتیکا کې، د غزني، پکتیکا، خوست، لوګر او خوست لپاره د بلال ځدراڼ په نوم د طالبانو د سرې قطعې مسؤل وژلی دی.

طالبان وايي د دوی په لیکو کې دا ډول تشکیل نشته، چې د څو ولایتونو د قطعو لپاره یو مشر ولري؛ خو مولوي بلال ځدراڼ ژوندی دی او هیڅ زیان نه دی ورته اوښتی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د کابل دفاع وزارت پروپاګند خپور کړی چې ګنې د ۵ ولایتونو لپاره يې د مجاهدینو د قطعې مسئول بلال ځدراڼ شهید کړی. موږ دا افواه به زغرده ردوو، موږ د پنځو ولایتونو لپاره په تشیکلاتو کې هيڅ مسئول نه لرو. بل مولوي بلال ځدراڼ صاحب روغ رمټ دی، هیڅ مشکل ورته نه دی پيښ.»

مولوي بلال ځدراڼ د طالبانو په نظامي لیکو کې پکتیکا کې فعالیت کوي، چې څو ورځې وړاندې يې دفاع وزارت د والي د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

دفاع وزارت ویلي و، چې پیر اغا يې هوايي برید کې وژلی دی، خو طالبانو يې د مرکې په خپرولو سره دعوه بې اساسه ثابته کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د