هسپانيه کې له حیواناتو سره د خواخوږۍ په پلمه خلکو «لوڅ لاریون» وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هسپانيې په برشلون ښار کې لسګونو کسانو بربنډ لاریون وکړ او د حیواناتو پر ملاتړ يې شعارونه ورکول.

دغه کسان چې د حیواناتو د حق ساتنې یوې ادارې لاریون ته بللي و، دعوه کوي چې د انسان جامو کې په یو نه یو ډول د حیواناتو له پوستوکي یا وړیو کار اخیستل کېږي چې باید ونه شي.

ځلاند ویبپاڼه، د بهرنیو رسنیو په حواله وايي، دوی دا پر حیواناتو ظلم بللی او د خپلو بربنډو بدنونو په وسیله يې پر نورو خلکو غږ کړی چې له حیواناتو سره دې د دوی په څېر خواخوږي وښيي.

لاریون کوونکي د یاد ښار په پلازاډي‌کاتالونیا سیمه کې را ټول شوي و، چې رسنیز پوښښ يې له همدې ځایه وموند.

هسپانیه، یا هم پخوانی اندلس هغه سیمه ده، چې نږدې اته سوه کاله پرې اسلام حکمراني کړي خو له هغه را وروسته پرې پېړۍ پېړۍ عیسویت او اروپايي سیکولریزم حاکم پاتې شوی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا کسان به هغه وخت غښتلی وبلل شی چه د قطبی خرسانو سره د خواخوږۍ په نیت په منفی شل درجې یخنی کی لڅه کونه فقط دوه ساعته خپل انقلابی مارش تر سره کی.
د مُډرن جهالت څپې دی، ځینی انسان نما موجودات تر حیواناتو هم د شعور له مرکز نه فاصله لری.