د بيګ ليش ليګ لومړۍ سيالۍ؛ راشد د مجيب پر وړاندې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): داستراليا بيګ بيش ليګ سيالۍ نن د چهارشنبې په ورځ د بريسبين هيټ او اډليډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

د استراليا سوداګريزو سياليو په لومړۍ ورځ دوه افغان لوبغاړي د يوه بل پر وړاندې په دوه بېلا بېليو لړبډلو کې مخامخ کيږي.

دغه سيالۍ نن غرمه د افغانستان پر وخت په ۱۲:۴۵ بجې د بريسبين په ګابا لوبغالي کې پېل کيږي.

د اډليډ سټرايکرز لوبډله چې راشد خان يې يو له مهمو سوکه توپ اچونکو څخه دی په تېر پړاو کې هم ښه ثابت شوی و او يوازې په ۹ سياليو کې يې ۱۴ لوبغاړي په ۵.۶۹ غوره اکانومي ريټ سره سوځولي وو.

خو له بل اړخه مجيب ځدراڼ په لومري وار په ياد ليګ کې اخيستل شوی چې تمه کيږي په لومړۍ سيالۍ کې به د راشد خان پر وړاندې ولوبيږي.

په بيګ بيش ليګ کې ټولې ۵۹ سيالۍ ترسره کيږي چې په ۱۹ ديسمبر پېل او د راتلونکې کال فروري مياشتې په ۱۶مه نېټه پای ته ورسيږي.

ياده دې وي چې په دغه ليګ کې محمد نبي هم لوبيږي، نوموړی تېر کال د ميلبور رينيګيډز لوبډلې لخوا لوبېدلی و چې ددويم وار لپاره يې هم د يادې لوبډلې سره تړون وغځاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د