ټولنیزه برخه

د حرمينو د اوسني تعمير او توسيع ابتکار د چا دی؟

ژباړه: قاري هاشمي

ايا کله مو پوښتنه کړېده ؟

چې د حرمين شريفين د تعمير او توسيع د چا ابتکار دی ؟

د مسجد الحرام او مسجد نبوي دنګ دنګ منارونه په داسې زړه راښکوونکي انداز جوړښت د کوم انجينر او معمار نوښت دی ؟

هو! دا هغه له خلکو هير نوم ورکی مصري انجينر محمد کمال اسماعيل دی، چې په مصر کې به استاد الأجيال ( دنسلونو استاد ) بلل کېده.

نوموړي د مصر په تاريخ کې لومړنی انجينر دی چې په 13 سپتمبر 1908 – کې زيږيدلی دی.

دكتور انجينر محمد كمال اسماعيل د حرمين الشريفين د توسيع نقشه په داسې انداز جوړه کړه چې په تيرو څوارلس سوه کلونو کې يي ساری نه ليدل کيږي.

د مسجد نبوي لاندې یې د موټرو داسې يو تمځای جوړ کړی چې د ۵۰۰۰ موټرو د دریدلو ظرفیت لري.

نوموړي د حرمينو شريفيونو له پاره د يو ځانګړي سپين سنګ مرمر په لټه کې يونان هيواد ته سفرونه وکړل او له هغه ځايه يې ځانګړی سپين سنګ مرمر راوړل او په حرم کې يې ولګول.

پنځلس کاله وروسته ورڅخه د سعودي عربستان چارواکو وغوښتل چې دغه ځانګړی سنګ مرمر د نبوي جومات په انګړ کې هم ولګوي، خو هغه ددې خبرې له اورېدو سره په دې فکر کې شو چې د يونان د هغه کوچني غره سنګ مرمر به اوس ټول پلورل شوي وي او څه به پاتې نه وي؛ خو هغه چې کله يونان ته سفر وکړ او د سنګ مرمر سرچينې ته ورسېد، هلته ورته د سنګ مرمر پلورنکو وويل چې مونږ هغه پخواني سنګ مرمر اوس نه لرو او ټول مو په يو مشتري پلورلي دي.

انجينر کمال د شرکت له مسؤل نه د هغه پيرودونکي ادرس واخيست او معلومه شوه چې هغه په سعودي عربستان کې دی، هغه له يونان څخه بيرته سعودي عربستان راستون شو او د سپينو سنګ مرمرو له پلورنکي څخه يې د هغو سپينو سنګ مرمرو پوښتنه وکړه.

د سنګ مرمرو پلورونکي خپل ګودامونه او سرايونه وپلټل او معلومه شوه چې دا سپين سنګ مرمر موجود دي.

انجينر کمال له ډيرې خوشالۍ په ژړا شو، د شرکت رئيس  ورڅخه د ژړا پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې؟

انجينر کمال ورته ټول جريان بيان کړ او ورته ويې ويل چې دا سپين سنګ مرمر مې د نبوي حرم د حويلۍ د فرش له پاره په کار دي، انجينر کمال د شرکت رئيس ته خپل د بانک چېک وړاندې کړ او ورته يې وويل چې ددې سنګ مرمر قيمت چې هرڅومره ليکې ويې ليکئ.

د شرکت رئيس ډير خوشال شو او ويې ويل چې په ما د الله (ج) لوی فضل وشو چې زما ورک او نادرک مال يې راپيدا کړ او د نړۍ په يو تر ټولو غوره او بهترين ځای کې لګيږي او ويې ويل چې دا ټول مرمر يوسه او په نبوي جومات کې يې ولګوه او زه يې هيڅ قيمت نه غواړم.

د بن لادن د شرکت لخوا ورته د حرمينو د تعميري چارو په مقابل کې د ميلونونو ريالونو په ورکولو ټينګار وشو ، مګر هغه قبول نه کړل ، يو ځل د بن لادن د شرکت مشر بکر لادن ورته د ميلونونو روپيو چيک ورکړ. انجينر وويل : زه چې د حرمينو د خدمت په مقابل کې مال واخلم ؛ بيا به څنګه له خپل رب سره مخامخ کيږم .
ياد انجینر د حرمين شريفين او نور مسجدونو په جوړولو کې دومره بوخت پاتې شوی وه چې د عمر په ۴۴ کلنۍ کې يي واده وکړ ، د يو ځوي پیدا کيدو وروسته يي ښځې سره يي ژوند وفا ونه کړه وفات شوه ، او دی د ژوند تر پايه د خپل عبادت لپاره ځان فارغ کړ ، بالاخره د ۹۹ کلونو په عمر په ۲۰۰۸/۸/۲م کال کې يي خپل روح رب ته و سپاره . رحمه الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

مصریان ډېر با استعدا وولس دی( البته قبطیان ئې همهغه د جبت والطاغوت بچان دی) خو د بده مرغه جغرافیائي-سیاسی حساس مؤقعیت ئې زموږ هیواد غوندی د قدرتونو د پلیدو توطئو قربانی شویدی.

MHA

The Sears Tower in Chicago city is also designed by an Egyptian Engineer

لونګ

نور به د چا ابتکار وی حتمآ به د طالبانو وی نور داسی څوک په نړی کی شته چی د هغوی علم تر طالبانو زیاد وي؟

سیلاب

ها، شته هغه لونګ دی تر ترمپ هم ډير هوښیار دی تر دی بله هوشیاری چه په همدی تبصرو کمیشن جوړوی تر هر چا ډیر سرمایدار او سیاست مدار دی
ا

اجمل

یاره لونګ چانه ! دغه یوه دعا خو می دی الله ج ستا په اړه هم قبوله کړی چه د هغه بل په شان ( چه تل به یی ستا په شان د طالبانو پسی د ګیدړانو په شان دولۍ وهلی ) تاسی باندی هم طالبان پیښ شی او په خپله ژبه درسره خبری وکړی اصلی نوم او اصلی څيره مو هیوادوالو ته وښایی، او تاسی هغه وخت ووایاست چه زما مستعار نوم خو لونګ وو ، زه غمی پښتین یا نورو خطا ایستلی ووم ، د خدای د پاره بچیان می یتمان کیږی له ما غیره څوک نه لری… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x