د مذاکراتي بهیر د موثریت لپاره طالبان باید څه وکړي؟!«دوهمه برخه»

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

(دوهمه برخه )

دریم : د مذاکراتو لپاره په وخت ، ځای او اجنډا ټاکلو کې ځان شریکول

لیکوال او شنونکی عبدالرحیم ثاقب

د مذاکراتو لپاره د وخت ، ځای او اجنډا په ټاکلو کې د طالبانو سهیم کیدل په قضیه کې د هغوی مساوي رول لرلو په معنی دی.

دا چې مذاکرات د مفهوم له مخې په مساويانه ډول د متنازعو جهتونو ترمنځ د خبرو تر سره کول دي نو باید د هغولپاره د موضوع ، وخت او ځای ټاکلو په انتخاب کې دواړه لوري مساویانه سهم ولري.

د پورتنیو دري واړه نکاتو په اړه د امریکا لخوا په یواځې سر تصمیم نیول د مذاکراتو له متعارفو اصولو څخه سرغړاوی او د دې پروسې د یرغمل کولو په معنی دی.

د مذاکراتي پروسې په هر پړاو کې طالب استازي باید له خپل لوري د همدي دریو ټکیو د تعین په اړه تصمیم ونیسي نه دا چې د خلیلزاد تصمیم ته تسلیم شي.

ځکه د مذاکراتي پروسې هره خبره ، هر اقدام او هره پریکړه له سلو باریکیو او نزاکتونو ډکه وي، د هغې لپاره د موضوع، وخت او ځای تعین د مذاکراتو په اولویاتو کې راځي ، لهذا طالب لوری باید د دغو اولویاتو په اړه د تعین کوونکي رول ولري نه د حکم منونکی .

ځکه په دیپلوماتیک لحاظ په مذاکراتو کې زمان او مکان حیاتي اهمیت لري چې باید له دغه حیاتي اهمیت څخه د مذاکراتو طرفین په مساویانه ډول برخمن شي.

د یبلګې په ډول همدا د ابوظبي روان مذاکرات کله چې یې په پاکستان کې تر سره کیدو شائعه خپره شوه ، د طالبانو مخالفینو له همدې شائعې څخه د طالبانو خلاف څومره تبلیغاتي استفاده وکړه ، خو که فرضا همدا مذاکرات د پاکستان او متحده عرب امارات په ځای د افغانستان په داخل او هغه هم د طالبانو تر حاکمیت لاندې ساحه کې شوی وای بیا به لیدل شوي وو چې د طالبانو لپاره یې څومره تبلیغاتي ګټه لرله.

طالب مذاکره کوونکی ټیم باید حتی الوسع کوښښ وکړي چې مذاکرات د هیواد په داخل کې وشي.
د هیواد په داخل کې له امریکایانو سره مذاکرات کول د طالبانو لپاره ډیر امتیازات ثابتوي چې څو مهم یې په لاندې ډول تشریح کیږي:

الف : په رسمي لحاظ پر امریکایانو باندې د طالبانو په رسمیت پیژندل.

ب: پرامریکایانو باندې دا حقیقت منل چې طالبان عملا دهیواد په یوه زیاته برخه حاکمیت لري.

ج: پر امریکایانو دا حقیقت منل چې طالبان او دهغوی مقاومت د افغان ولس له منځه راپورته شوی ځواک
دی نه لکه امریکایان چې یې د افغانستان له پولو بهر نورو غیر افغاني لورو ته منسوبوي.

د: د افغانستان په داخل کې له امریکایانو سره مذاکرات کول امریکایانو ته د دې حقیقت ورفهمول دي چې دلته ستاسي پوځي ناکامي په نورو ټولو ساحو کې ستاسي د کُلي ناکامي ښکارندويي کوي لهذا تاسو باید نور د افغانستان په داخلي چاروکې له هرډول مداخلې لاس په سر او د هغه راتلونکی یواځې افغانانو ته پریږدئ.

د هیواد په داخل کې مذاکرات د هغو ټولو منفي تبلیغاتو مخه نیسي کوم چې د طالبانو خلاف کیږي او طالبانو د مذاکراتو کوربه هیواد ته منسوبوي .

د مذاکراتو لپاره د وخت تحدید او تعین هم په هماغه اندازه مهم دی لکه د ځای انتخاب.

مذاکراتي توقیت ( وخت ټاکنې) ته په پام سره امریکايي ولسمشر ټرمپ زلمي خلیلزاد ته د افغانستان د مذاکراتي پروسې د اتمام لپاره ۶ میاشتې وخت ټاکلی دی.

ټرمپ دغه محدودیت د خپلو شرائطو او اهدافو مطابق ټاکلی دی، چې هغه د طالبانو له شرائطو او او اعدافو سره فرق کوي .

لهذا د طالبانو سیاسي استازي باید د خپل مذاکراتي پړاو لپاره د ټرمپ او خلیلزاد په توقیت عمل و نه کړي ، بلکې دوی د خپلو شرائطو او برنامي مطابق خپل توقیت تعین او له هغه سره سم مذاکراتي بهیر پرمخ بوزي.

د وقت محدودول له طالبانو سره دا مرسته کولای شي چې په مذاکراتي پړاو کې د خپل سیاسي پرمختګ یا پرشاتګ جاج ګیرنه وکړي او د بي ځایه وخت ضایع کولو مخه ونیسي.

طالبان باید له خپل مذاکراتي مساویانه امتیاز څخه په استفادې سره د خپلو ظروفو او اهدافو مطابق د مذاکراتو لپاره وخت تعین او محدود کړي.

په دې امتیاز سره به طالبان وکړای شي د امریکایانو له دې سیاسي چل څخه ځان وژغوري چې په داسې وخت کې به مذاکرات نه کوي چې په کونړ، هلمند، خوست، ننګرهار، لوګر او غزني کې امریکایانو په سلګونو ولسي افغانان وژلي او افغانان ورته ډیر په قهر وي ، خو طالب مذاکره چیان بیا په همدې حساس حالت کې له هغوی سره په خبرو لګیا وي.

مسلمه خبره ده که د مذاکراتو لپاره د وخت په تعین او تحدید کې طالبان سهیم وای هغوی به دا اونۍ چې په هغې کې د امریکایانو په بمبار سره ۵۹ کونړیان و وژل شول کله هم له امریکايي استاذو سره د مذاکراتو لپاره نه وه تعین کړې.

امریکایانو قصدا دا وخت د مذاکراتو لپاره تعین کړ تر څو د طالبانو په اړه د ولس نفرت را وپاروي.
ځکه ولس همدا اوس تر بل هروخت د امریکایانو له مظالمو آزرده او د هغوي په خلاف یې قهرجن احساسات راپاریدلي.

همدا شان د مذاکراتو لپاره د موضوع د انتخاب حق باید د یوه مذاکراتي اصل په توګه طالبان د ځان کړي .
د موضوع د تعین مشخصه له طالبانو سره دا مرسته کوي چې په مذاکراتو کې د اړونده موضوع په اړه مخکي
ترمخکې د خپل مشرتابه نظر واخلي او په خپلو منځو کې ور باندې سلا او مشورې وکړي.

همدا راز یاده موضوع د مذاکراتې غونډې په اختتام کې اعلان او جانبین د همدې مشخصی موضوع په اړه رسنیو ته خبري کانفرانس ورکړي ، تر څو له یوې خوا افغانان او نړیوال له مذاکراتي شفافیته مطمئن شي او له بلې خوا له همدې مذاکراتي غونډې څخه د ناوړه تبلیغاتي استفادې مخنیوی وشي.

ځکه تر اوسه پورې چې کله هم د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې شوې د همدې مذاکراتي اصل د نه رعایت له وجې د غونډې له پایته رسیدو سره سمدستي د غربي مطبوعاتو لخوا یا د طالبانو لخوا د امریکايي اډو منلو تبلیغات پيل شي او یاهم د ایتلافي حکومت اوازې.

همدا تیره ورځ د ابوظبي د غونډې په اړه د رویټرز خبري آژانس د موقت ایتلافي حکومت ډنډوره یې یوه ژوندۍ بیلګه ده .

چې په دې سره د طالبانو ویاند اړکیږي چې د دغو تبلیغاتي ډنډورو په رد کې اعلامیه نشر کړي.

که چیرې د غونډې تر پیل وړاندې د غونډې اجنډا معلومه وي نو د هیچا تبلیغاتو ته به کله هم د ولس اونړۍ د اذهانو مغشوشولو زمینه نشي مساعده.

نتیجه:

د روان میلادي کال د جولای د میاشتې له ۱۹نیټې څخه چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې الیس ویلز په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلې اوس پنځه میاشتي تیریږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شوي.

خو په دغو مذاکراتو کې د مذاکراتي مقرراتو ته د نه رعایت له وجې تر اوسه پوري په دې پنځه میاشتني وخت کې د ملا برادر اخوند او څو محدودو طالب زندانیانو له راخلاصیدو پرته بل د یادونې وړ څه نه لیدل کیږي.

بلکې په دې وخت کې د طرفینو د جنګي زور آزمايي په ترڅ کې د امریکايي بمباري په ترڅ کې په زرګونو ولسي خلګو ته مرګ ژوبله واوښتله چې که دا مسابقه نوره هم روانه وي ښايي نورهم د ډیرو ولسي افغانانو د ژوند په بیه تمامه شي.

امریکایان خو د افغان وژنې پروا نه لري، خو طالبانو ته د مقاومت د مسؤل جهت په حیث په کار دی چې د امریکایانو په بمباري کې د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره له هرې ممکنه وسیلې څخه کار واخلي او له امریکایانو سره مذاکراتي پروسه ، مؤثره، چټکه او په مذاکراتي مقرراتو برابره عیار کړي.

پای

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خوستوال افغان
میلمه
خوستوال افغان

د افغان ولس قتل عام ډیر زړه بږنوونکی دی.
ثاقب صاحب تر ګوتو د ځار شم د افغان ولس په ګټه مهمو ټکو ته د اشاره کړیده.
د افغان ولس د ښځو او ماشومانو قتل عام وژنی بندیز باید د سولی خبرو اولنۍ قید او شرط جوړ شی او بیا نوری خبری شروع شی. ټکۍ برګۍ او د افغان ولس وژنی ته زر تر زره د پای ټکی کیښودل شی.

جميل
میلمه
جميل

ثاقب صيب مزاکرات شروع شوي لا ندي ته يې اوس لا ستړی او بې صبره کړی، صبرکوه الله(ج) د صابرينو ياردی ، خپل مجاهد علما دومره بيباکه اوسپک مه ګڼه .

محمد احمد
ایډیټر
محمد احمد

مننه محترم جمیل صیب ستاسی له عالمانه سپارښتنې څخه … په ځواب کې یې باید ولیکم چې مشوره ورکول او مشوره اخیستل د اسلامي تعلیماتو له مخې د مسلمانۍ مشخصه او آن حضرت رسول اکرم چې اکمل الخلق دی هم د الله جل جلاله له لوري له خپلواصحاب کرامو سره په مشوره کولو او د هغوی په مشوره اخیستلو مأمور دی … چې په دې لحاظ مشوره ورکول او مشوره منل د مسلماني خاصه نه له چاسره د بیباکي او نه هم د چا د توهین په معنا ده . او یو چاته په کار کې د خیر مشوره ورکول… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

اسلام عليکم احمد صيب ؛
ستاسوخبري پرځای دي ،هرڅوک هرڅه ليکي خو دمحترم ثاقب صيب ليکني وزن لري نبايد بې وزنه شي.
نتيجه يو واري بيا ولوله .