نړۍ

خېبر پښتونخوا: په صوابی کې د مولانا فضل الرحمن پر جلوس چاودنه وشوله

fazlulrhmanنن ټکی آسیا: اوس یو ګړی تر مخه د خېبر پښتونخوا په صوبه کې د صوابۍ په سیمه کې د مولانا فضل الرحمن پر جلوس باندي چاودنه وشوله، چې له امله یې تر اوسه د 6 کسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

چاودنه چې ډېره زوروره وه، تر اوسه دا نه مالومه سوې چې دا فدايي وه او که مخکي لا ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد وه..

د پيښي د ځایه څخه پېښور ته اوس د ټپیانو د انتقاله ولو سلسله روان ده، او سیمه امنیتي چارواکو بنده کړې ده..

چاودنه چې د پولیسو یو پوستې ته نيژدې شوې تر اوسه یې هدف نه دی مالوم سوی چې نښانه به یې څوک وه، ځکه چې تر چاودني لږ شېبه مخکي مولانا فضل الرحمن چې پرون یې په صوابی کې جلسه درلودله د یو جلوس په بدرګه تر دې ځای تیر سو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x