ورزش

بيګ بیش: د راشد ۳ ويکټې او د مجيب چټکې ۲۷ منډی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د استراليا بيګ بيش ليګ لومړۍ سيالۍ کې د مجيب الرحمن لوبډلې لومړی توپوهنه ومړه او ۱۴۶ منډې يې جوړې کړې.

که له يوې مخې راشد خان د بريسبين لوبډلې منډو مخه ونېوله خو له بلې مخې مجيب الرحمن په وروستۍ ويکټه د خپل ملګري سره د ۴۵ منډو ملګرتيا وکړه.

دغه لوبه کې تر دې دمه افغان لوبغاړي ښه ځليدلي او يوازې يوه پاڼۍ ترسره شوې، چې راشد خان په ۴ اورونو کې يوازې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

له بل پلوه مجيب هغه مهال توپوهنې ته راغی چې لوبډلې يې په ۱۰۱ منډو ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، مجيب د ۳ څلوريزو په مرسته په ۲۲ توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې.

که څه هم د مبصرينو له خولې د بريسبين لوبغالی د توپوهنې لپاره مناسب دی خو بيا هم د مجيب په مرسته يې لوبډلې اډليډ سټرايکرز لوبډلې ته مناسب هدف ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x