
د کابل ادارې سره په نیغه د سولې خبرې مقاومت د اشغالګرو په لاس په یوه لاسپوڅې بانډ بدلوي
دوکتور م، عثمان تره کی
18/12/2018
د افغانستان د اشغال په اتلس کلن موده کې پر وسله وال مقاومت باندې د ښکته ، پورته، لاندې او باندې ډول ډول فشارونه وکارول شول تر څو چه دوي د کابل ادارې سره خبرو ته اړ کړي : د افغانستان په د ننه او د باندې غونډې جوړې شوې، د کرایي ملایانو له خوا فتواګانې صادرې شوې، په بمباریو باندې زور واچول شو، خو د مقاومت ځواکونه لکه « ونه مستقیم پخپل مکان » پاتې شول. پدې کې شک نشته چه د دغه سیاسي پوهه او واقعبیني تر شه اسلام، وطن، ولس او خپلواکي ته ژوره مینه قرار لري. خو دغه دریځ په یو لړ سیاسي او حقوقي اصولو باندې هم ولاړ دي چه دلته ورباندې بحث کوو.
د کابل ادارې سره د مخامخ خبرې سیاسي پایلې :
که طالبان د کابل ادارې سره مخامخ خبرو ته کیني لاندې احتمالات مطرح کیږي :
ــ سره له دې چه طالبان په عقیدوي او تشکیلاتي لحاظ یو موټې مالومیږي خو دا احتمال شته چه یوه وړوکې ډله د بهرني استخباراتو په مرسته کابل ادارې سره خبرو ته کیني او د طالبانو د تحریک په منځ کې د انشعاب هسته کیښودله شي.
ډیرکی وسله وال د سیمې د هیوادونو ( روسیه، ایران، پاکستان… ) په ملاتړ جګړې ته ادامه ورکړې. د جنګي پوتانسیل د پیاوړتیا په موخه د افغان ناراضو طالبانو ، داعش او تحریک طالبان پاکستان تر منځ جنګي ائتلاف رامنځته کیدل احتمال هم باید د پامه ونه غورځول شي.
په لنډو ! د امریکا سفارت په لاس د جوړ شوې حکومت سره د مقاومت مذاکرات طالبان په مختلفو ټوټو ویشي بې
له دې چه سولې ته لاسرسي پیدا شي .
د مقاومت او کابل ادارې تر منځ مخامخ خبرې د طالبانو په مخکني اصولي دریځ باندي، لاندې ناوړه سیاسي اغیزي لري.
د کابل ادارې سره په نیغه خبرې دا معنا ورکوې چې وسله وال مقاومت :
۱ ــ پاراشوته شوی اداره د خپلواک حکومت په توګه په رسمیت پېژني او ورته اصولیت وربښي. د خپلواک حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یا یې باطل اعلانوي.
۲ ــ د افغانستان اشغال د توجیه وړ بولي او دهغې د دوام سره په ضمني توګه موافق دریځ نیسي . د بهرنیانو ناقانونه حضور منې او هغه د ملي واکمني سره په ټکر کي نه ګني .
۳ ــ ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي، حقوقي او اصولي بنسټ وربښي. د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمېري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت … منې.
۴ ــ د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي. د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د ودې طبعي پروسه ګني.
د وسله والو مخالفینو او حکومتي چارواکو ترمنځ خبري لاندې حقوقي پایلې لري :
۱ ــ د ادارې په د ننه جګړه ماران ، د کورنۍ جګړې توپک سالاران او د بشري حقونو ناقضین په هغه راتلونکي سیاسې نظام کي چې د سولې د پروسې په نتېجه کې رامنځته کیږي د برخه اخیستلو دعوآ مطرح کوي. د تېر په څېر د بهرنیو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د جګړه مارانو « فدراسیون » جوړیږي او ورته د ملي یووالې حکومت نوم ایښودل کیږي.
۲ ــ د ائتلافې ادارې په د ننه د مختلفو ډلو ټپلو تر منځ د ټکر له کبله د بهرنیانو تر کنترول لاندی کمزور حکومت رامنځته او عدل ، انصاف ، حق او قانون د سیاست قرباني کیږي.
٣ متخاصمو ډلو ټپلو تر منځ ټکرونه ، واکمنې کمزورې کوي. د اولسو کلونو په څېر ، کمزوری حکومت د بهرنیانو له خوآ ( د بهرنیانو د لنډ مهال حضور په احتمال ) د افغانستان د ملي ګتو په ضد استعمالیږي. نا امني او جګړه دوام مومي.
نتیجه
د افغانستان دېرش کلنه جګړه او ورسره بهرنۍ لاسوهنه باید پای ته ورسیږي. خو نه د حکومتي جګړه مارانو او لوټمارانو سره په جوړ جاړي او د خپلواکي داعیي ته په تاوان.
د وسله وال مقاومت دریځ چه د ګوندونو او تنظیمونو ائتلاف سره « مشروطو » خبرو اترو ته کیني په واقعیتونو باندې ولاړ دي. خو د کابل ادارې سره د غیر مستقیمو مذاکراتو پیل ( د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ) هغه وخت سولې داعیې ته ګته رسولي شي چه وسله وال مقاومت د جګړې د پیل او دوام د لاملونو په لرې کولو او د متنازع فیه موضوعاتو په حلولو د بهرنیانو سره موافقې ته ورسیږي. د امریکایانو سره د مذاکراتو په نتیجه کې د لاسته راوړنو چوکاټ د کابل ادارې سره د غیر مستقیمې خبرې ( د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ) بنسټ جوړوی شي.
د یادونې وړ ده چه د کابل ادارې او ګوندونو سره په غیر مستقیمو او مستقیمو خبرو کې باید مخکې نه مخکې اجنډا مالومه وي. په اجنډا کې د حکومتي منصبونو ویش شاملیداي نشي.
لاندې موضوعات د اجنډا سرخط جوړولی شي :
ــ د ملګرو ملتونو په سروالي د جګړې نه سولې خوا ته د یو انتقالي پړاو عملي اړخونه څیړل.
ــ حکومتي واک یو غیر ګوندي او غیر تنظیمي حکومت ته انتقالول.
– امنیتي چارې د وسله وال مقاومت مسلکي کسانو ته سپارل.
ــ په امنیتي اورګانونو کې د طالبانو جنګي لیکو ورداخلول.
ــ په مدني ټولنه کې د طالبانو د اسلامي امارت د تحریک ځاي ټاکل.
ــ د یرغلګرو ځواکونو د وتلو مهالویش ټاکل اوعملي اړخونو یې څیړل.
د یادونې وړ ده چه انتقالي پړاو، د جګړې نه سولې خوا ته د تګ پُله جوړوي. د ُپله نه تیریدل د اشغال په مهال په کولتوريو او ټولنیزو چارو کې مثبتو لاسته راوړنو چه د ملي او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي له منځه وړل مانا نه ورکوي.
فرانسه
18/12/2018
دوکتور م ، عثمان تره کی
په ګوتو فکر قلم او صحتمند عمر مو برکت شه ترکی صاحب
ستاسو دا ارزښتناکه ليکنه بايد ښاغلی مطمين صاحب او عزتمند مزمل صاحب پنځلس ځلې ولولي.
تره کی صاحب له فرانسه څخه د افغانستان حالت او سوله ارزیابی کوی،نه پوهیږم چه په کومو تیلسکوپونو کی آفغانستان حالت ګوری بیا لیکنه په کوی،.م
محترم مطمین صاحب،او محترم مزمل صاحب ،په داخل د افغانستان کی هر څه څاری .او بیا لیکنی په کوی، د دواړو لیکنی د قدر وړ دی.زما شخصی نظر د سټی کنډو څخه دا دی چه.
هم طالیب او دولت ،دواړه غلامان دی،او دواړه قاتلان هم دی،یوه جوړه د سره وکړی ،د خړو اوبو مخ مینځل دی،
Jazakallah
تره كى صيب شه تحليل مو كرى ، خو طالبان بيا داسي ندي لكه تاسو چي يى يادونه كوى طالبانو تكراراً ويلي چي د غلامانو سره نه وينو چي يو شه مثال يى پرون تير شو چي د غلامانو استازو ته طالبانو وخت ورنكر او نه به يى هم وركري ، دا موضوع نور شاربل نغواري. داچي طالبان د اتحاد او اتفاق كلك پلوي دي ، نو ودى ته به هيس ضرورت نوي چي دا پر بى اتفاقى او تعصب جورى شوي پارتيانى(احزابو) سره وخت ضايع كري، داسي كوم حزب نشته چي هغه دى دافغانانو، دافغانانو لپاره او دافغان د… نور لوستل »
په قلم مو برکت شه د لوى افغانستان ريښتينى او صادقه سياستپوه او خواخوږى يې، دغسې مشرانو قدر په هر افغان فرض ده او له تالبانو هيله ده چې د پروسې تر پايه محترم استاد او دننه افغانستان کې يوازينى ملي د پولو د سياست متخصص شخصيت روستا تره کى صيب درسره مل کړئ او که د دوى له تجربو تالبانو گټه پورته کړه انشاالله چې د افغانستان او سيمې ټول انسانان به په امن او ستاسو اسلامي او ملي هلې ځلې به بريالۍ شي.
بيا هم محترم استاد ته اوږد عمر غواړم او سوکاله اوسئ.
ډاکټر تره کی صاحب ګل شی عمر د ګل مه شه. هره خبره د کاڼی کرښه ده اصیل افغان او د افغان ولس خیرخواه یی.
د نر بچۍ یی چی له دومره له لیری خپله د حق نره اوچتوی.
خوست افغانستان
ترکی صاحب ډیر عالی تحلیل مو کړی دی.
خو یو شی غواړم زیات کړم هغه دا چی د سولی د ټینګیدو نه وروسته باید ټول جنګی جنایت کاران، لوټماران، او غله محاکمه شی. د نړی په ټولو هیوادونو کی د جګړی په پای کی دا کارشوی دی او زمونږ په هیواد هم باید وشی که و نشی سوله به دوامداره تلپاتی نه وی.