د طالب مرکچي پلاوي غړي

طالبانو سره د حکومتي پلاوي د ليدو هڅه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): اجرائيه رياست وايي چې تمه ده طالبان د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرو له پاره وخت ورکړي؛ خو طالبانو يوې ويلي چې په متحده عربي اماراتو کې به د حکومت له پلاوي سره ونه ګوري او له حکومت سره ليدل د دوی په پلان کې نشته.

د اجرائيه رياست وياند اميد ميثم نن په کابل کې خبري رسنيو ته ويلي دي چې د طالبانو له انکار سره سره بيا هم دوی تمه لري چې طالبان به د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي.

په متحده عربي اماراتو کې نن په دريمه ورځ هم طالبان، متحده عربي امارت، پاکستان، سعودي عربستان او امريکايي چارواکي د افغانستان په مسئله خبرې کوي.

ميثم وويل چې حکومت هڅه کوي چې د امريکا، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او پاکستان په هڅو او مرسته له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو توافق ته چمتو کړي.

خو طالبانو هر وخت د حکومت دې غږ ته د «نه» ځواب ويلي دی او زياته کړې يې ده چې حکومت بې واکه دی او د خبرو واک او صلاحيت نه لري او طالبان ځکه له امريکا سره خبرې کوي چې په وينا يې امريکا د افغانستان د قضيې يو لوری دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

یاره زه خو وایم چی بهتره ده له هر چا سره د سولی په راوسو خبری وشی. عوامو ته دا سوال پیدا کیږی چی روسان خو یو اړخ د قضیی ندی هغوی سره چی پخوانی دښمنان مو دی ولی خبری کوی؟ خو بیا که حکومت سره خبری نکوي، قومی مشران راوغواړی، د جهادی تنظمونو سره خبری وکوی داسی هم پکار نده چی دواړه پښی په یوه موزه کی کوو او ووایو چی نه. که داسی شی نو حکومت به یو بل حکومت جوړ کړی بیابه خلک تاسو ته وایی چی د امریکایانو په زور راغلی او حکومت به په شمال… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب زه فکر کوم چې تاسو به ځان په عارفانه تجاهل کې وهئ! ستاسو په قول روسيه په رښتيا هم د شخړې لوری نه دی ولې طالبان ورسره ځکه په رابطه او مفاهمه کې دي چې هغوی په افغانستان کې د امريکايانو حضور نه مني نو له دوی سره ځکه تفاهم کوي تر څو په امريکايانو فشار وارد شي. اوس که تاسو ګيله لری چې ولې له کابل ادارې سره خبرې نکوي نو دليل يې دادی چې دا د خرې زامن خو د روسانو خلاف د امريکايانو په وتلو اصلا نه راضي کيژي نو له دوی سره خبرې به… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

غوربندی صیب : کور دی آباد ښه خبره دی وکړه. ما ته حکومت سراسر مفسد، او هماغه د طالبانو خبره د شر او فساد حکومت دي. خو زما ویره لدی څخه ده چی: که چیری له هغوی سره خبری ونشی او یا هغوی په آینده حکومت کی شریک نشی بیابه د پخوا په شان په شمال کی د مقاومت په نوم لکه د ربانی حکومت جوړیږی بیا به هغوی ته ایران او ځینی نور ګاوندی هیوادونه په ډاګه کمک ورکوی او دا جنګ به په کلونو نور ادامه پیدا کړی. او دا خو د شرقی او غربی ګاونډیانو هدف دی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب په تېر وخت کې خو امريکايانو د ننني اشغال شوم پلان درلود نو ځکه يې ګوډاګي تنظيمونه سره وجنګول او د طالبانو په وړاندې يې د شر او فساد مرستې ته راودانګل. همدا ډول يې د تېر جهاد پاتې عرب مجاهدين او جواسيس هم د طالبانو غيږ کې را جمع کړل تر څو د اشغال بهانې ورته جوړې کړي. اوس چې د خداي ﷻ په قدرت شاګرڅ ته اړ شوي دي نو مجبور دي مسوولانه ووځي. يانې طالبان په رسميت وپېژني،،، له وتلو وروسته لاسوهنه ونکړي، مغرض ګاونډيان هم چغه کړي او د عدالت په تامين کې له… نور لوستل »

د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

با حکومت گفتگو کردن هیچ کدام فایدهٔ ندارد
ضایع کردن وقت است
طالبان افغان استند ، و آزاد استند
با خارجی ها جنگ دارند و با خارجی ها گفتگو میکنند
اگر حکومت خود را مخالف هر خارجی میگوید ، برود با همان خارجی گفتگو کند
طالبان معلومدار خود را دشمن امریکا میگویند و با امریکا گفتگو میکنند
اگر حکومت با یک کافر و یک خارجی دشمنی ندارد، پس واضح است که دست نشانده است و دشمن افغانهاست

لونګ
میلمه
لونګ

آغا صاحب معزیز محترم: ګپ تان درست حکومت کافر است این ملت بیچاره خو کافر نیست که همه روزه به صدها رقم ګاهی از طرف شما و ګاهی از طرف امریکایها و ګاهی هم از طرف حکومت پامال میشود. چرا با بزرګان قوم، با سران تنظیم های جهادی و یا قومانان جهادی که در حکومت سهم ندارد طالبان صحبت نمی کنن؟ با روسها که دشمنان دیرینه مردم ما بودند دویده دویده رفتند و با آنها نشستند ولی با مردم خود هیڅ کدام برنامه ای ندارند. حد اقل طالب ها کاری کنند که سبب امیدواری به مردم شود. والسلام

د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

محترما :
این گفتگو از نامش معلوم است که گفتگو در بارهٔ خاتمهٔ جنگ است
خاتمهٔ جنگ باید با کسانی باشد که با او جنگ جریان دارد
با مردم عام و با کسانی بیطرف طالبان هیچ جنگ ندارند
صلح با کسی ضرور است که بابا او جنگ جریان داشته باشد

لونګ
میلمه
لونګ

خانت آباد آغا صاحب. سالها قبل نزدم یک مجاهد آمد او را میګفتند آغا صاحب. من نامش را در کتاب راجستر نوشتم آغا صاحب قاسم از ولسوالی چرخ سرګروب مجاهدین جبهه یی نجات ملی. فکر نمیکنم آن مرد خودت باشی. بهر صورت در پنایی خدا باشی. والسلام

د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

قاسم خان که در نجات ملی بود
الله تعالی او را مغفرت کند فوت کرده