افغانستان

طالبانو د ابوظبۍ د ناستې جزيات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د قضيې د حل په موخه جوړه شوې دوه ورځنۍ غونډې جزيات خپاره کړل.

دغه غونډه چې د دسمبر د مياشتې په ۱۷ او ۱۸ مه نېټه په ابوظبۍ کې ترسره شوه چې د طالبانو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان او امريکا استازو په کې ګډون وکړ او د افغانستان د قضيې د حل په موخه په کې خبرې شوې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د متحده عربي اماراتو په غونډه کې زيات ټينګار له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو و او ددې ترڅنګ طالبانو د غونډې برخه والو ته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه شواهد او معلومات وړاندې کړل او د ژر بندېدو غوښتنه يې وکړه.

همداراز په غونډه کې د طالب زندانيانو د خلاصون او له هغوی سره په زندانونو کې د انساني چلند غوښتنه وشوه.
خبر پاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د اوربند، د کابل له حکومت سره د مذاکراتو ، مؤقت حکومت، ټاکنو او نورو کورنيو مسئلو خبرې ونشوې او دا په دې غونډه کې له لومړي سره د طالبانو دريځ و.

طالبانو ويلي دي چې په افغانستان کې لومړۍ مهمه او اساسي مسئله د بهرنیو د نيواک دی چې په وينا يې د افغانستان د ټولو مشکلاتو بنياد او لوی خنډ د بهرنيو نظامي يرغل دی.

په دې غونډه کې په دې هم خبرې وشوې چې د مذاکراتو د راتلونکې ناستې په اړه به طالبان او امريکايي لوری له خپلو مشرانو سره ناستې او مشورې کوي او بيا به بله غونډه کيږي خو ځای او نيټه يې نه ده څرګنده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

خلاصه نو هیڅ شی ته په توافق و نرسیدل. طالبانو ورته وویل ووځه، امریکایانو ویلی والله که ووځم. بس غونډه د ماشومانو په ځیر تمامه شوه. داسی غونډی چی په هغی کی پاکستانیان شرکت ولری په والله که نتیجه ورکړی.

pattang

افرین د نر زامنو ! الله دبرکت در کړي او الله دهغوی وشرموي لکه چې شرمیدلي هم دي څوک چې ستا سو په دریځ کې شیطاني کوي او تا سو په نورو پورې تړي او دا تهمت د ټول افغان اولس لپاره دی ! طبعا په سوله کې ګاوڼډي ممالک د اقتصادي او تجارتي چارو له کبله داخلیږي او هغوی د میلمنو په ډول ! زمونږ مشکل اشغال دی تر څو چې اشغال وي سوله امکان نلري ! ځینې جاهلان هم سوله غواړي او هم دالر او اشغال چې په منطقی ډول د پاکو او ازادي غوښتونکو انسانانو په قالب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x