نړۍ

د پاکستان د پوځ مشر د قطر امير سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه د قطر امیر سره د افغانستان او سيمې د سولې او امنيت په اړه غږېدلی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره «ای ایس پي ار» وايي، په دغه ناسته کې د روانې  جګړې په پای ته رسولو او په دې اړه د پاکستان په هڅو هم خبرې شوي دي.

د ای ايس پي ار اعلاميه وايي، چې جنرال باجوه  نن د قطر د ملي ورځې له لمانځلو وروسته د قطر له امير سره دغه ناسته کړې ده.

د پاکستان د پوځ مشر د قطر له امیر سره دا ناسته په داسې حال کې کړې، چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکايانو درې ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي دي.

په دغه ناسته کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي استازو هم ګډون درلود.

يو شمېر رسنيو ادعا کړې وه، چې په دغه ناسته کې په اوربند، د بنديانو په خلاصون او نړیوال ضمانت خبرې شوي، خو طالبانو په خپله اعلاميه کې دغه ادعاوې رد کړي، هغه يې پروپاګند بللي او ټينګار يې کړی، چې په دغه ناسته کې يوازې د بهرنيو پوځيانو په وتلو، د بنديانو په خوشې کولو او د ملکي تلفاتو په مخنيوي خبره شوې او امریکايانو ته له موضوع د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دير نور به لا ااخوا ديخوا مندي ووهي چي په يو رقم نه يو رقم امريكايانوته سنگينه پزه ورجوره كري او تر پايه دا كوشش وكري چي نظام كاملاً د طالبانو په لاس كي نوي ، مفسدين پكى وي او ريشتنى اسلامي نظام دى هم نوي، د دوى تولو خواري هسي د شيطان دي، داچي طالبانو د تولى نرى نظامي ستراتيژى ناكامه كره همداسي به يى سياسي سترنجي هم ورتوله كري ، ددى مجاهدو عالمانو خطا ايستل اسانه كار ندى ، لدوى سره د الله(ج) غيبي مرسته شته.

لونګ

جمیله: بیا دی څه سپوری موری شروع کړی؟ لږ ښه شه مړه. مبالغه خو دی ته وایی چی ته یی وایی. خلک جنګ ته تشویق کیی نور دی کار نشته. خپله خدای خبر چیری په آرامه ناست یی نه پوهیږی چی په خلکو څه حال دی. په والله که به ډیری پر وچه ډوډی ماړه یی. د غیبی مرستی په تمه خو زه سپین ژیری شوم کلونه وشول چی منتظر یی یم چی تا غیبي مرسته ته به څه وخت او کله راځی، چی په آزاد افغانستان کی لری له وحشته او جنګ نه خپل کلی ته ولاړ شم پخپل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x