
امريکا!
نجي الله سمون
چې و نه وه زې، څو له ملکه ټوله امريکا… !
نه امن شي راتلاي او نه هم سوله امريکا… !
ته نه وينې چې هر وخت يې اردو هم درته وژني
شين سترګي يهودان دې نور در بوله امريکا… !
طالب او پوليسان که مو زر کاله شخړه وکړي
ځي ستا په وړاندې يو ځاى سنګرو له امريکا… !
پوهيږو چې به تښتې نوره دمه درکې نشته
خبره پاته نده زموږ تر ډوله امريکا… !
سمون وايي افغان داسې له خاورو پيدا نه دى
پورونه به يې ورکړې! ښه بې توله امريکا…!
نجي الله سمون
سمون صاحب په ګوتو او قلم مو برکت شه.
ستاسو والد ډېر غيرتي ، ټولنپوه او پښتون سړی دی له خدای ﷻ څخه غواړم چې د تاسو په مرسته د دوو کارونو توفيق ورکړي:
اول : حزب اسلامي ته شا کړي
دوهم: د بلواک رژيم ملګری ته د پای ټکی کېږدي