عام وژنه مکړئ!

حافظ محمد قاسم زهیب

غلیمه واوره عام وژنه مکړئ

دغه لوی جرم تیروتنه مکړئ

 

زموږ د معصوم ولس د پاکو وینو

داسې بې ځايه بهیدنه مکړئ

 

کیږدئ اشغال ته مو نور ټکی د پای

قانون خلاف مو هره کړنه مکړئ

 

د خپلو خوندو هیوادوالو وروڼو

عسکره! بس ده ځوریدنه مکړئ

 

د دې مظلوم ولس د وینو تږي

غازیانو پام ورته بښنه مکړئ

 

ازادي غواړو موږ ازاد خلګ یو

د دائمي اډو غوښتنه مکړئ

 

کنې زهیب به پالیسي تغیرکړي

اوس لا دا وایم واشینګټنه مکړئ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د