نظــر

سیالان به هم مقابله کوي هم مصالحه

محمد اصف خواتي

پدې وروستیو اولسو کلونو کې اشغالګرو هڅې وکړې چې طالبان اړباسي وسله پرځمکه کیږدي اویا دکابل د ادارې سره د سولې خبرې اترې وکړي خو طالبانو نه وسله په ځمکه کیښودله او نه چمتو شول د کابل د بېواکې ادارې سره خبرې وکړي بلکه پدې یې ټینګار کړی چې یوازې به د اشغالګرو سره مصالحه کوي، امریکایانو د افغان ولس مقاومت ته په کتنې سره په نهیلۍ اړ شول له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

د روانو خبرو اترو په ترڅ کې امریکایانو بیا هم خپلې هڅې پردې راګرزولي دي چې طالبان د کابل دادارې سره خبرو ته اړ باسي ترڅو پدې ډول وښيي چې د افغانستان روانه جګړه بین الافغاني ستونزه ده نه د ښکیلاکګرو په وړاندې ملي مقاومت عربي اماراتوته د کابل د ادارې د پلاوي تګ یې څرګنده بېلګه ده.

دا چې طالبانو د حکومت د پلاوي سره ونه لیدل منطقي ځکه بریښي چې د کابل اداره که له یوې خوا وېشلې او شړېدلې ده له بله پلوه په بشپړ ډول بېواکه او په پردیو پورې تړلې هم ده، سره لدې ارګ ناستو او د کابل د ادارې ترکیبي ډلو پرله پسې غوغا جوړه کړې ده چې د وسلوال مقاومت سره خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ پرمخ ولاړې شي او سربېره پردې د هېواد لسګونه موافق ګوندونه هم نغارې ډنګوي چې د سولې په خبرو کې دوی له پامه ونه غورځول شي.

اوس به پدې تم شو چې آیا د کابل اداره د خبرو اترو واک او وړتیا لري، یا په بله خبره دا اداره د طالبانو غوښتنو ته د ځواب ورکولو جوګه ده ؟ طالبانو د خلیلزاد سره په خپله لومړی ناسته کې د متقابل باور او اعتماد د رامنځته کیدو په موخه دری غوښتنې وړاندې کړلې.

الف –د بندیانو مبادله یا ( د خپلو بندیانو آزادول)

ب – د تور لست څخه د طالب مشرانو ایستل

ج-د هېواد څخه د پردیو لښکرو د وتلو د مهالویش اعلانول .

که چېرې د طالبانو پاسنیو غوښتنو او په تېره د بهرنیو پوځيانو وتلو ته ځیر شو د هغه واک د امریکایي اړخ سره دی نه د کابل د ادارې سره.

کله چې واقعیت داسې وي دا به د طالبانو ناپوهي وي چې د کابل د بېواکې ادارې سره خبرې اترې وکړي ، هغه اداره چې د طالبانو غوښتنو ته د ځواب ویلو واک نلري. کله چې ارګ خپل والي او یا قوماندان په زړه خوږۍ بدلوي او یایې نشي بدلولای ، یا د یوه لنډغر غیر مسئول وسلوال د جنایتونو مخه نشي نیولای څرنګه به  د طالبانو پاسنیو غوښتنو ته چې د اعتماد او باور جوړولو لپاره لومړی ګام ګڼل کیږي مثبت ځواب ووایي.

د هېواد د لسګونو درجن درجن ګوندونو د نارو سورو په اړه باید وویل شي چې دې ګوندونو کوم وخت دا پوښتنه مطرح کړې ده چې آیا په هیواد کې پرتې پردۍ لښکرې د افغان ولس په غوښتنه راغلې دي یا یې پر افغانستان یرغل کړی دی ؟ آیا دې ګوندونو پدې موده کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د وسلوال مقاومت سره د خبرو اترو لپاره کومه طرحه وړاندې کړې ده؟ دوی د ښکیلاکګرو په څېر وسلوال مقاومت ته ترهګر ویلي او د هغو په ځپلو او له منځه وړلو یې ټینګار کړی دی.

نن چې اشغالګراړشول د وسلوال مقاومت سره د مصالحې لاره غوره کړي وایي، امریکا حق نلري د افغانستان په کورنیوچارو کې مداخله وکړي او یا دوی ته هم په مذاکراتو کې برخه ورکړل شي. ددې ګوندونو ړانده او کاڼه مشران د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې خبره کوي . آیا په هېواد څرګندپوځي خونړی یرغل زموږپه کورنیو چاروکې لاسوهنه نه وه ؟ آیا داشغالګروله لوري په کلیواوبانډوخپلسرې بمبارۍ اوچاپې مداخله نه ده؟

اولس کلنې جګړې وښودل چې ددې جګړې ښکېل اړخونه یا سیالان امریکایان اوطالبان ول. دوی که دا اولس کاله د جګړې په تاوده دګر کې دخونړۍ مقابلې مخینه لري اوس مصالحې ته رامخته شوي دي. لدې کبله یوازې ددې مقابلې اوسیالۍ ښکیل اړخونه حق اوصلاحیت لري چې خپلمنځي ستونزې حل کړي اوپه روانوخبرواتروکې نور دشړومبو دمچانوحیثیت لري . البته که دمصالحې اصلي ښکېل اړخونه وغواړي هغه مهال کیدای شي نوراوپه هغوکې دکابل اداره هم برخه واخلي .

پاسنیو څرګندونو ته په کتنې سره ویلی شو چې افغان ولس دانګلو ساکسون اشغال په وړاندې د پخوا په شان لکه غر ودرېد ،دطالبانوغورځنګ ددې ولسي مقاومت ملګری شو ، طالب په یوه مطرح اونه ماتېدنکي ځواک واوښت اونیواکګراړشول دکړکیچ دحل په موخه دهمدې ځواک سره معاملې اومصالحې ته غاړه کیږدي . همدااوس اوس چې طالب غورځنګ دداسې یوه دریځ اوامتیاز څخه برخمن دی چې دادریځ اوامتیاز بل چا ورته ډالۍ کړی نه دی بلکه هغه یې دخونړۍ مقابلې اوقربانیو له لارې ترلاسه کړی دی.طالب که دچا خوښيږي یا نه خوښیږي ،اوس دا برلاسی دریځ اوامتیاز لري. واشنګتن ،بروکسل اوسیمه ئیزو ځواکونو دطالب اوسنی واقعیت منلی دی.

حکومت ، درجن درجن ګوندونو او هر افغان ته هم ښایي چې دطالب ننی واقعیت ومني، د طالبانو اوامریکایانوترمنځ دسولې خبرې اترې سبوتاژ نکړي ، اذهان مغشوش نکړي بلکه هېوادته دسولې دراستنېدو ملاتړشي. همدارنګه طالبان داواقعیت له یاده ونه باسي چې سیاسي مذاکرات اود جګړې څخه د اولس ژغورل له جنګ جګړو څخه خوراپیچلي اوستونزمن دي .

لدې امله دعقل ، تدبیر، پوره غور اوسیاسي هوښیارۍ څخه کارواخلي، دهېوادځمکني واقعیتونه په پام کې ونیسي نه داچې په سیاست کې پاتې راشي اولاسته راغلی فرصت اوچانس ضایع نشي ، یاداسې معامله ترسره کړي چې دجګړې پلمه اوانګېزه شتون ولري اوپدې ډول دجګړې اورونه همداسې بل پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x