غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

چې واړۀ او زاړۀ ټول پکې را ګېر شي
لویه خدایه! محبت دې دومره ډېر شي

که دا زړونه مو له کرکې نه پاک نکړل
نو ټول ژوند به مو بې مینې مینې تېر شي

کله کله مې نوم اخله، یادوه مې
هسې نه چې بیا مې نوم درځیني هېر شي

څۀ ښۀ وایي چې نصیب د لیدو نۀ وي
په یوه کوڅه کې ایسته تېرو بېر شي

ستا د سترګو تلاوت اسانه نۀ دی
تور باڼۀ دې کله زوَر شي، کله زېر شي

داسې خلاصې تڼۍ مۀ راځه شېرینې
هسې نۀ زړۀ کې مې څۀ شی درته تېر شي

چې له ډېرې مینې مړۀ وي “خدرخېله”
زۀ خو وایم جنتیان دې ستا په څېر شي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل
۱۳۹۷/۸/۶

Tags

Related Articles

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خوستوال افغان
میلمه
خوستوال افغان

دا کس د خپلو شپو ندی پام پری کوی؛ له شعرونه څحه د فحاشی او د اسلام توهین څر ګندیږی. نن ټکی اسیا ته ما وړاندی وړاندیز هم کړی وو.

Back to top button
Close